نسيم الله دانش: کرکټ بورډ خپل حیثیت له لاسه ورکړئ دی | خبریال

نسيم الله دانش: کرکټ بورډ خپل حیثیت له لاسه ورکړئ دی

 

کریکبال وېبپاڼه- د افغانستان کرکټ بورډ پخوانی چرمېن نسیم الله دانش وايي،کرکټ بورډ اوسنی ادارې خپل حیثیت او اعتبار دومره له لاسه ورکړئ دی چې بیرته اداره کول او منظمول به یې راتلونکي بل مشر ته ډيره ستونزمنه وي.

نسیم الله دانش زیاتوي،له یوې خوا په شپږیزه لیګ کې ځوانو لوبغاړو کارکردګيو ته خوشبینه یم چې ښه آينده لري،خو له بلې خوا کرکټ بورډ کې داسې مسایل دي چې سخت ورته ځوریږم.

د نوموړي اشاره همدې لوبغاړو کارکردګیو ته وه،چې ګواکې په همدې لیګ کې به ښه وهم ځلیږي،خو کرکټ بورډ چې د سياسونو او واسطو په کور بدل شوی،داسې نه ښکاري چې دغو ځوانو لوبغاړو ته بیا په لوبډله کې ځای ورکړي.

هغه وویل: (( په شپږیزه لیګ کې د ځوانو لوبغاړو ته خوشبینه یم چې ښه آینده لري،خو ځینو مسايلو ته سخت ځوریږم، چې یو یې د کرکټ بورډ حیثیت دی.ښکاري چې د کرکټ بورډ هغه حیثیت او قوي ادراې غرور یې سخت زیان لیدلی دی.او که همدا اکي باکي پاتي شول،دا ادراه به نور هم سخت زیان ومومي او د هر راتلونکي رهبر لپاره به یې بیرته هغه د پخوانی ادارې په شان کول مشکل وي.))

یوازې نسیم الله دانش ندی چې د اوسنۍ ادارې له کړنو ناراضایت ښيي،بلکې په زرګونو د کرکټ مینه وال دي چې د کرکټ بورډ اوسنۍ رهبرۍ څخه شکایت کوي.دوی د اوسني مشر فرحان یوسفزي د ژر تر ژره د دندې څخه لیرې کیدل غواړي.

فرحان چې کله هم د مینه والو تر فشار لاندې راشي،بیا یو داسې نمایشي کړنې ته لاس کړي چې د مینه والو پام به ځانته راجلب کړي،خو مینه وال دده په مکر او چل پوهیدلي او نه غواړي چې نور د هغه د کرکټ د مشر په توګه پاتي شي.

لدې وړاندې د روڼتیا څار بنسټ هم په افغان کرکټ بورډ نیوکه کړي وه،چې کرکټ بورډ دننه اداري فساد په مخنیوي کې پاتي راغلی دی.

د یاد بنسټ په وینا افغان کرکټ بورډ له دوی ډلې سره د اداري فساد پلټنو او معلوماتو ورکولو په برخه کې هيڅ همکاري نده کړې.

عبدالله بارکزی چې د فرحان یوسفزي مشاور و،لدې وړاندې جولای میاشت کې له دندې څخه شړل شوی وو،خو د هغه میاشت نه وه پوره شوې چې بیرته په کرکټ بورډ د فرحان لخوا دنده ورکړل شوه.

بارکزی چې په اداري فساد باندې ککړ وو او نوموړي د کرکټ د لوبو سره هیڅ علاقه نه درلوده،یوازې د خپلو شخصي ګټو په خاطر یې غوښتل چې کرکټ بورډ کې ځای خپل کړي او له همدې لیرې امریکې هیواد ته تګ چانس برابر کړي.نوموړي همداسې وهم کړل او د فرحان په مشوره یې له افغانستان څخه پښې سپکې کړې.

فرحان چې کور يې په لندن کې دی،د کرکټ بورډ ملي بودیجې څخه په ناوړې استفادې غواړي چې خپل خپلوان او ملګري راټول او اروپايي ملکونو ته واستوي.

د کرکټ مینه والو په وینا چې د کرکټ بورډ اوسنی چرمین باید د ناقانونه کړنو له کبله څارنوالۍ ته هم معرفي شي.

 

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ