ګنګولي د ای پي ایل د تیاري لپاره شارجې ته سفر وکړ | خبریال

ګنګولي د ای پي ایل د تیاري لپاره شارجې ته سفر وکړ

کریکبال وېبپاڼه- د هند کرکټ بورډ مشر سوراپ ګنګولي د ای پي ایل سيالیو د تیاري څخه د لیدو په موخه د اماراتو شارجې ښار ته سفر وکړ.

د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سيالۍ چې د روانې سپټمبر میاشتې په نوولسمه نېټه پيلیږي،په پام کې ده چې د شارجې سربیره په ابوظبی او دوبۍ ښارونو کې ترسره شي.

سوراپ ګنګولي پخپل انسټګرام یو پوسټ هم کړئ او ورسره لیکلي یې دي چې شارجې لوبغالی په بشپړه توګه ای پي ایل سيالیو ته چمتو دی.

سوراپ ګنګولي څو ورځې وړاندې اماراتو هیواد ته را رسیدلی وو،او د قرنطین مودې تیرولو وروسته یې د ای پي ایل سيالیو له تدابیرو لیدنه پيل کړه.

ټاکل شوي چې دیارلسم پړاو ای پي ایل سيالۍ به د سپټمبر په نوولسمه نېټه د ممبۍ انډيانز او چنای سوپر کینکز لوبډلو په لوبې سره پیل شي.

د ای پي ایل ۲۴ لوبې به په دوبۍ،۲۰ لوبې به په ابوظبی او ۱۲ لوبې به په شارجې لوبغالي کې ترسره شي.

ددغو سيالیو لپاره ټولې لوبډلې لا وړاندې رسيدلي او اوسمهال په تمریناتو بوختې دي.چنای سوپر کینکز لوبډله وروستۍ لوبډله وه چې تمرینات یې پيل کړل.

یادې لوبډلې لدې کبله خپل تمرینات وروسته پيل کړل چې د لوبډلې دیارلس غړو کرونا ټيسټونه یې مثبت شول

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ