کریکبال وېبپاڼه- پاکستان کرکټ بورډ د خپل داخلي کرکټ له هغو ۲۴۰ لوبغاړو او ټیم چارواکو څخه د کرونا د ټیسټونو په بدل کې د پیسو غوښتنه کړي ده، چې د روانې سپټمبر میاشتې په وروستیو کې د نیشنل کپ سیالیو لپاره ترې اخیستل کيږي.
د پاکستان کرکټ بورډ د چارواکو په وینا یاد لوبغاړي اړ دي چې د خپلو کرونا ټيسټونه پخپلو پیسو وکړي.
د پاکستان کرکټ بورډ په وینا د داخلي کرکټ (نېشنل کپ) سيالیو کې به هغه لوبغاړي برخه واخیستلی شي چې د کرونا د ټيسټ دوه منفي راپورونه له ځان سره ولري.
د پاکستان کرکټ بورډ یوه چارواکي وويل: ((لوبغاړي،د ټیم نور چارواکي اړ دي چې د خپلو لومړیو ټیسټونو پيسې ورکړي.))
که څه هم پاکستان کرکټ بورډ تراوسه د اخلي کرکټ لپاره د لوبغاړو څخه د کرونا ازموینه اخیستو ځای او لابراتور ندی په ګوته شوی،خو بورډ ویلي هر لوبغاړی او د ټيم چارواکی چې په نېشنل کپ سيالیو کې برخه اخلي،باید ضرور د کرونا د دوو منفي ټيسټونو راپور له ځان سره ولري.
د پاکستان کرکټ بورډ ددغه چارواکي په وینا،لوبغاړي باید د کرونا د منفي ټيسټ راپورنه د خپل ټیم د منیجر یا روزونکي سره جمع کړي.
ټاکل شوي چې د پاکستان داخلي کرکټ (نېشنل کپ )سيالۍ به د روانې سپټمبر میاشتې په ۳۰مه نېټه پيل شي.