اډم زمپا: د ار سي بي لپاره به د ښې توپ اچونې یوه بیلګه ږدم | خبریال

اډم زمپا: د ار سي بي لپاره به د ښې توپ اچونې یوه بیلګه ږدم

کریکبال وېبپاڼه- د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی اډم زمپا وايي،د رویل چیلینجرز بنګلور لوبډلې لپاره به په ډېټ یا وروستیو اورونو کې به د یوې ښه توپ اچونې بیلګه ږدي.

زمپا د ای پي ایل نیلامۍ پر مهال په (۱،۵) کروړه هندۍ کلدارې نیلامۍ ته وړاندې شو،خو کومې لوبډلې لخوا جذب نه شو.خو کله د ار سي بي لوبډلې لخوا بل اسټرالیا لوبغاړی کېڼ ریچارډسن بهر شو،زمپا ته په یاده لوبډله کې ځای ورکړل شو.

(( ما یو ښه فرصت ترلاسه کړ چې ای پي ایل سیالیو ته راستون شوم.پدې هیله یم چې له چهال سره یو ځای د ار سي بي لوبډلې لپاره ښه توپ اچونه ترسره کړم.زه غواړم چې د لوبې په وروستیو اورونو کې د توپ اچونې فرصت ترلاسه کړم او د ښې توپ اچونې یوه بیلګه کیږدم.))

اډم زمپا وویل،په لوبډله کې د ویراټ کوهلي او ډيويلیرز په څیر لوبغاړي لري او له هغوی ډير څه زده کولی شي.

د یادونې وړ ده چې اډم زمپا په لومړي ځل په ۲۰۱۶ کال ای پي ایل سيالیو پړاو کې را څرګند شو.نوموړي زیاتره د ای پي ایل ټولې سيالۍ ندي ترسره کړي.

نوموړي په ۲۰۱۶ کال ای پي ایل سيالیو کې ۱۱ سيالۍ ترسره کړي او ۱۹ ویکټې یې پکې اخیستي دي.

د يادونې وړ ده چې نوموړي په ۲۰۱۶ کال ای پي ایل سيالیو کې چې د ډوهني تر مشرۍ لاندې هغه مهال د رایزینګ پوني سوپر جئینټ لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړې او نوموړي په یوه لوبه کې د ۱۹ منډو په بدل کې ۶ لوبغاړي وسوځول.

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ