کرکټ بورډ د کابل بازانو لوبډلې په مالک عبدالطیف ایوبي د لوبو بندیز ولګوه | خبریال

کرکټ بورډ د کابل بازانو لوبډلې په مالک عبدالطیف ایوبي د لوبو بندیز ولګوه

کریکبال وېبپاڼه- د افغانستان کرکټ بورډ لخوا د ایوبي کابل بازانو لوبډلې په سپانسر یا مالک عبدالطیف ایوبي باندې د ډسپلین یا د اصولو د نه مراعات له کبله د شپږیزه لیګ راتلوونکو لوبو بندیز ولګید.

د کرکټ بورډ په وینا د لوبو د بندیز ترڅنګ نوموړی ۳۰ زره افغانۍ نغدي جریمه هم شو.

کرکټ بورډ وایي،چې عبدالطیف د شپږیزې لیګ سیالیو پر مهال د قوانینو خلاف کړنه ترسره کړې چې د شپږیزه لیګ د کمېټې له مشر سره یې د لفظي شخړې سربیره، د دفتر د دروازې ځینې شیشې هم ماتي کړي دي.

((د دوه لوبډلو ترمنځ د لوبې له پچې وړاندې د کابل بازان لوبډلې امتیاز لرونکی عبدالطیف ایوبي د شپږیزې کرکټ لیګ کمېټې له مشر سره د لفظي شخړې، توندې او بدې ژبې کارولو وروسته د دفتر دروازې شیشه هم ماته کړې. یاده کړنه د ټولو اصولو او نظم او ډسپلین کوډ خلاف عمل دی چې د نوموړي له لورې ترسره شوی.

نو پر همدې بنسټ د ایوبي کابل بازانو لوبډلې امتیاز لرونکی عبداللطیف ایوبي د ډسپلیني سرغړونې او د ډسېپلین کمېټې د پریکړې له مخې د شپږیزې لیګ د پاتې سیالیو لوبیز بندیز سربیره دیرش زره افغانۍ نغدي جریمه شو.))

ایوبي هم ویلي،د قانون څخه هیڅوک لوړ ندی او یاده جریمه ورته سر په سترګو د منلو وړ ده.

د هغه په وینا چې نوموړي دغه کړنه د یوه ۱۷ کلن لوبغاړي ننګیال په حق کې کړي وه.

ایوبي وویل: ((لکه څنګه چې تاسو ته مالومه ده چې کرکټ بورډ ما باندې لوبیز بنديز او نغدي جریمه لګولي نو ماته پۀ سر سترګو منظوره ده هيڅوک هم تر قانون لوړ نۀ دی.

خو باید در یاده کړم چې ما هغه جنجال یا لفظي شخړه د ننګيال لپاره کړي چې زموږ د لومړۍ لوبې د پیل لپاره ډېر کم وخت پاتې وو او ننګيال زموږ پۀ سکواډ کې نۀ وو، ددې لپاره چې هغه مشکل حل کړم ننګيال سکواډ کې راولم نو هغه وخت د دوی سستي راته د زغملو نۀ وه او لۀ ما دا تېروتنه وشوه!
خو يوځل بیا دریادوم چې نوموړی برخورد ما د یوه ۱۷ کلن تنکي ځوان لپاره کړی چې نن الحمدالله د شپږیزه کرکټ ليګ پۀ ټاپ پرفامنس کوونکو کې قرار لري.

بیا هم زۀ خپله جریمه او بندیز پۀ سر سترګو او ویاړ سره منم.))

د کرکټ بورډ لخوا په ایوبي پداسې مهال د لوبو بندیز لګیږي،چې د هغه لوبډلې د اووم پړاو شپږیزه لیګ سیالیو پایلوبې ته لا وړاندې لار پیدا کړې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ