بند امیر په ۷۶ منډو توپیر بوست ساتونکو ته ماتي ورکړه | خبریال

بند امیر په ۷۶ منډو توپیر بوست ساتونکو ته ماتي ورکړه

 

کریکبال وېبپاڼه-د شپږیزه کرکټ لیګ سيالیو په دوهم راونډ سيالیو کې بند امیر ښامارانو لوبډلې د بوست ساتونکو لوبډلې ته په لوی توپير سره ماتي ورکړه او پدې سره یې د لومړي راونډ ته لار پيدا کړه او سبا به په مهم راونډ کې له مس عینک لوبډلې سره مخ شي.

بند امیر لوبډلې د لومړی توپ وهنې په کولو سره د کپټان اصغر افغان د ۹۵ منډ، په مټ په ټاکلو شل اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځيدو سره ۲۳۲ منډې جوړې کړې او بوست ساتونکو لوبډلې ته یې د سیالۍ ګټلو په موخه د ۲۳۳ منډو هدف وټاکه.

اصغر افغان پدې سيالۍ کې په زړه پورې لوبه ترسره کړه.نوموړی ۳۹ توپونو ته ودریده او د ۷ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مټ ۹۵ ناسوځيدلي منډې جوړې کړې.

ددې ترڅنګ عثمان غني (۴۲)،حضرت الله ځاځي (۴۹) او ابراهیم ځدراڼ (۳۷) ناسوځيدلي منډې جوړې کړې.

د بوست ساتونکو لخوا په توپ اچونه کې حمزه هوتک او وقارالله یوه،یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکلي هدف پوره کولو کې بوست ساتونکو لوبډله پاتي راغله او په شلم اور شروع کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره یوازې ۱۵۶ منډې جوړې کړې او سيالي یې د ۷۶ منډو په توپیر بند امیر ښامارانو لوبډلې ته بایلوده.

د بوست ساتونکو لخوا یوازې کریم جنت په نیمه سلیزې جوړولو وتوانیده.

نوموړي په ۲۹ توپونو د شپږو شپږیزو او ۲ څلوریزو په مرسته ۶۰ منډې جوړې کړې.

د بند امیر لخوا په توپ اچونه کې میرویس اشرف او وقار سلام خېل (۴-۴) ویکټې ترلاسه کړې او همداشان فرهاد مومند یوه ویکټ ترلاسه کړه.

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ