بنګله دېش کرکټ بورډ: د سریلانکا کرټ بورډ شرایط سخت دي او مونږ لوبډله نه استوو | خبریال

بنګله دېش کرکټ بورډ: د سریلانکا کرټ بورډ شرایط سخت دي او مونږ لوبډله نه استوو

کریکبال وېبپاڼه- ټاکل شوي وه چې بنګله دېش کرکټ بورډ به د روانې سپټمبر میاشتې په وروستیو کې د درې ټيسټ لوبو سیریز لپاره سریلانکا هیواد ته خپله لوبډله لیږلي وای،خو بنګله دېش کرکټ بورډ وایي،سریلانکا کرکټ بورډ د قرنطین پر مهال داسې شرایط ورته وړاندې کړي چې د دوی له وسه پوره نده او دوی هم نه غواړي چې خپله لوبډله د سيالیو لپاره ور واستوي.

د بنګله دېش کرکټ بورډ د مشر نظم الاسلام په وینا،چې د دوی لخوا کوم پروپوزل سریلانکا کرکټ بورډ ته ور لیږل شوی وو.په هغه دوی ترې غوښتنه کړي وه چې د قرنطین موده باید د ۱۴ ورځو په ځای ۷ واوسي.خو سريلانکا کرکټ بورډ د دوی دا غوښتنه رد کړې او ان تردې چې په هوټل کې هم لوبغاړو ته د تمرین اجازه نه ورکوي.

((مونږ چې کوم ایمیل کې پروپوزل دوی ته لیږلی وو او په هغې کې مو یادونه کړي وه چې پدې شرایطو مونږ لوبې کولی شو.دوی مونږ ته نېټ پر مهال د بالینګ،تمرین،ان تردې چې د ټیم غړي د هوټل دننه اطاقونو ته د ډوډۍ لپاره هم اجازه نه ورکوي.))

نظم الاسلام زیاتوي،په نورو هیوادونو کې کرکټ لوبې بیا په پيلیدو دي او نه دومره کلک بندیزونه نشته دي.خو دوی بیا نوي تاریخ جوړوي او لوبغاړو ته په هوټل کې هم د تمریناتو اجازه نه ورکوي او څوارلس ورځې داسې قرنطین غوښتنه کوي،چې یو لوبغاړی له خپلې کوټې څخه دباندې نشي وتلی.چې دا شرایط دوی ته د منلو وړ ندي او دوی نه غواړي چې سريلانکا سره د ټيسټ چمپیون شيپ سيالۍ ترسره کړي.

ټاکل شوي وه چې بنګله دېش او سريلانکا ترمنځ به د درې ټيسټ لوبو سیریز لومړی لوبه د اکتوبر په ۲۴مه نېټه ترسره شوي وای،خو بنګله دېش لدې سيالیو انکار وکړ.

د بنګله دېش کرکټ بورډ مشر وویل،ددې سيالیو په ځای به دوی په داخلي سيالیو کار وکړي.

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ