کابل بازانو مس عینک ته په ماتي ورکولو شره د شپږیزې لیګ پایلوبې ته لار ومونده | خبریال

کابل بازانو مس عینک ته په ماتي ورکولو شره د شپږیزې لیګ پایلوبې ته لار ومونده

کریکبال وېبپاڼه- د کابل بازانو او مس عینک لوبډلو ترمنځ ننۍ سيالۍ کې چې سهار مهال ترسره شوه،پکې کابل بازانو لوبډلې په څلورو ویکټو مس عینک لوبډلې ته ماتي ورکړه او پدې سره یې د ۲۰۲۰ کال شپږیزه کرکټ لیګ سيالیو پایلوبې ته لار ومونده.

مس عینک لوبډلې د لومړی توپ وهنې په کولو سره په ټاکلو شل اورونو کې د د درې لوبغاړو په سوځيدو ۲۰۸ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې ۲۰۹ منډو هدف وټاکه.

د مس عینک لخوا په توپ وهنه کې حشمت الله شهیدي زبردسته لوبه ترسره کړه.نوموړي په ۵۲ توپونو د ۱۱ څلوریزو او ۶ شپږیزو په مټ ۹۷ ناسوځيدلي منډې جوړې کړې.

شهزاد محمدي هم ښه لوبه ترسره کړه.نوموړي په ۲۹ توپونو د ۶ څلوریزو او ۲ شپږیزو په مټ ۴۰ منډې جوړې کړې.

غمي ځدراڼ بیا په ۲۷ توپونو د ۲ څلوریزو او ۴ شپږیزو په مرسته ۴۶ منډې جوړې کړې.

د کابل بازانو لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې ننګیالي دوه او ضیاء الرحمن یوه ویکټ ترلاسه کړې.

ټاکل شوی هدف د کابل بازانو لوبډلې لخوا د شپږو لوبغاړو په سوځيدو سره په اسانۍ ترلاسه او په څلورو ویکټو یې بریا خپله کړه.

د کابل بازانو لوبډلې لخوا توپ وهنه کې رحمن الله ګربز په ۱۱ توپونو (۲۰)،نورعلي ځدراڼ په ۵۲ توپونو د ۸ څلوریزو او ۲ شپږیزو په مټ ۸۵ منډ جوړې کړې.

همداشان په نورو توپ وهونکو کې عظمت الله عمرزي (۶۲) ناسوځيدلي منډې جوړې کړې.

د مس عینک لخوا په توپ اچونه کې ابراهیم او شاپور (۲-۲)،نور احمد او عبدالرحمن (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

پدې بریا سره کابل بازانو لوبډلې د شپږیزه کرکټ لیګ سيالیو پایلوبې ته لار ومونده او مس عینک لوبډله یو بل چانس هم لري.

یاده لوبډله به د بوست او بند امیر لوبډلو ترمنځ ګټوونکي لوبډلې سره سبا سيالي ترسره کړي.کومه لوبډله چې پدې لوبو کې سيالي وګټي او هغه به د کابل بازانو سره پایلوبې ته ووځي.

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ