۲۰۲۰ شپږیزه لیګ: حشمت الله شهیدي په زیاتو منډو جوړونکو لوبغاړو کې لومړی مقام ترلاسه کړ | خبریال

۲۰۲۰ شپږیزه لیګ: حشمت الله شهیدي په زیاتو منډو جوړونکو لوبغاړو کې لومړی مقام ترلاسه کړ

کریکبال وېبپاڼه- د اووم پړاو په روانو شپږیزه لیګ سيالیو کې د مس عینک لوبډلې پیاوړي لوبغاړي چې د کرکټ په ډګر کې په کوچني سنګاکارا هم شهرت لري،د زیاتو منډو جوړونکو لوبغاړو په لیست کې یې لومړی مقام خپل کړ.

حشمت الله شهیدي چې د کرکټ په ډګر کې د یوه خوصله ناک او په ورو لوبې کولو یې شهرت درلود.خو په روانو شپږیزه لیګ سیالیو کې دا ځلې نوموړي خپل پلان بدل کړی دی او د شل اوریز پارمټ مطابق چټکې لوبې یې روانې کړي دي او تردې دمه په ترسره کړل شوو شپږو لوبو کې ۴ نیمه سلیزې له ځان سره لري.

ددې ترڅنګ نوموړي په روان ټورنمینټ کې د زیاتو منډو جوړونکو لوبغاړو په لیست کې د خپل ټیم بل ملګري محمد شهزاد څخه لومړی مقام ونیو.

تردې دمه حشمت الله شهیدي په شپږو ترسره کړل شوو سیالیو کې په ۷۶ اوسط او همداشان په (۱۵۷،۵۱) سټرایک رېټ سره یې ټولټال ۳۰۴ منډې جوړې کړي دي.زیاتې منډې یې په یوه لوبه کې ۹۷ ناسوځيدلي منډې دي.

حشمت الله شهيدي په ترسره کړل شوو سیالیو کې تردې دمه ۱۴ شپږیزې او همداشان ۳۲ څلوریزې وهلي دي.د څلوریزو وهلو په لیست کې له شهزاد وروسته چې ۴۰ څلوریزې یې وهلي دي،دوهم مقام له ځان سره لري.

په ۲۰۲۰ کال شپږیزه لیګ سيالیو کې تردې دمه زیاتې منډې د حشمت الله شهیدي وروسته شهزاد محمدي جوړې کړي دي،چې په ۶ سیالیو کې یې ۲۷۴ منډې جوړې کړي دي.ورپسې دریم مقام کې د بند امیر لوبډلې پیاوړی اوپنر عثمان غني دي چې په ترسره کړل شوو پنځو سيالیو کې يې تردې دمه ۲۴۹ منډې جوړې کړي دي.

هیره دې نه وي چې تردې دمه په شپږیزه لیګ سیالیو کې زیاتې ویکټې د کابل بازانو لوبډلې توپ اچونکي ننګیالي خروټي ترلاسه کړي چې ۱۱ دي.ورپسې په دوهم مقام شرف الدین اشرف دی چې ۱۰ ویکټې یې اخیستي دي او په دریم مقام وقار سلام خېل دی چې ۸ ویکټې یې اخیستي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ