ګوټم ګمبیر: په شل اوریزو سيالیو کې تر ټولو مهم لوبغاړی محمد نبي عیسی خېل دی | خبریال

ګوټم ګمبیر: په شل اوریزو سيالیو کې تر ټولو مهم لوبغاړی محمد نبي عیسی خېل دی

کریکبال وېبپاڼه- د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني اوپنر لوبغاړي ګوټم ګمبیر له (سټار سپورټس شو)سره خپرونه کې افغان الروانډر محمد نبي عیسې خېل د شل اوریزو سیالیو تر ټولو غوره، بهترین او مهم لوبغاړی یاد کړ.

د ګوټم ګمبیر په وینا،په شل اوریز پارمټ سيالیو کې د،ډيویلیرز،ډيويډ ورنر،راشدخان په څير لوبغاړي هم شتون لري،خو محمد نبي بیا لدې ټولو څخه پدې پارمټ سيالیو غوره لوبغاړی دی.

دده په وینا ځينې لوبډلې هغه ته د دومره پام نه کوي،خو زما په اند په شل اوریز پارمټ سيالیو کې له هغه بهترین لوبغاړی شتون نه لري.

د ګوټم ګمبیر په وینا محمد نبي عیسې خېل د یو ښه ډګر ساتونکی ترڅنګ،په لومړیو ۶ اورونو کې ښه توپ اچونه ترسره کوي،همداشان په پنځم او یا شپږم پوزيشن ښه توپ وهنه او ښه ستر شاټونه هم وهلی شي.

هغه وویل: (( تاسو به د کیرون پولارډ،ډيویلیرز،ډيویډ ورنر او راشدخان په اړه خبرې کوئ،خو زما له قوله په شل اوریز پارمټ سيالیو کې تر ټولو مهم او بهترین لوبغاړی محمد نبي عیسی خېل دی.که چیرې تاسو هغه وګوری،هغه يو ښه فېلډر هم دی،ددې ترڅنګ څلور اورونه هم تاسو ته ترسره کولی شي او د پاور پلې شپږو اورونو کې هم توپ اچونه ترسره کولی شي.همداشان په ۵م او یا ۶م مقام ښه توپ وهنه ترسره کولی شي.))

 

((مونږ وایو چې اندري رسل کوالیټی لرونکی الروانډر لوبغاړی او خلک محمد نبي ته دومره پام نه کوي،ځکه چې هغه د افغانستان څخه دی او دومره کرکټ یې ندی کړی.شاید د رسل سره په کیټګوری کې نه وي،خو د هغه څخه کم او وروسته هم ندی.))

د ګوټمبر په خبره چې محمد نبي عیسې خېل ته ځکه په سنرایزرس حیدر اباد لوبډله کې دومره د لوبو فرصت نه برابریږي چې په ياده لوبډله کې څلور خارجي لوبغاړي ډيویډ ورنر،ویلیمسن،جوني بېرسټو او راشدخان لا وړاندې شتون لري،دده په وینا که چیرې نبي ته په ټولو ۱۴ لوبو کې چانس ورکړل شي،بیا به د هغه په وړتیا او په اهمیت خپله هم پوه شئ.

((هغه په یوه داسې لوبډله کې شتون لري،چې ډيويډ ورنر،ویلیمسن،بېرسټو او راشدخان پکې شتون لري او زیات د لوبو فرصت نشي ترلاسه کولی،که چيرې هغه د یوې بلې لوبډلې سره وای او بیا يې ۱۴ لوبې هم درته کړي وای،بیا به خپله د هغه په وړتیا او تاثیراتو پوه شوي وای.))

د یادونې وړ ده چې محمد نبي عیسی خېل کرابین پریمیر لیګ سيالۍ په بریالی توګه پای ته رسولو وروسته تیره ورځ له راشدخان سره یو ځای ای پي ایل کې د ګډون لپاره اماراتو هیواد ته ورسید.

محمد نبي عیسې خېل په شتون کې سنت لوسیا زوکس لوبډله د څو کالونو ځنډ وروسته په لومړي ځل د سي پي ایل سيالیو تر پایلوبې ورسیده.نوموړي په یادو سیالیو کې د توپ وهنې په برخه کې ۱۵۶ منډې جوړې کړې او توپ اچونې برخه کې یې دوولس ویکټې هم واخیستې.

لدې وړاندې د هند مشهور مبصر اکیش چوپړا هم ویلي وو،که چيرې محمد نبي په سي پي ایل سيالو کې همداسې ښو لوبو ته دوام ورکړي،کین ویلیمسن لپاره به ستونزمنه وي چې سنرایرزرس حیدراباد لوبډلې یوولس کسیزه لوبډله کې ځای خپل کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ