انګلستان په دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې اسټرالیا ته په ۲۴ منډو توپیر ماتي ورکړه | خبریال

انګلستان په دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې اسټرالیا ته په ۲۴ منډو توپیر ماتي ورکړه

کریکبال وېبپاڼه- د اسټرالیا او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو سیریز په دوهمه لوبه کې انګلستان بریا خپله کړه.

انګلستان د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه پیل کړه او په پنځوس اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۳۱ منډې جوړې کړې.

د انګلستان له لوري په توپ وهنه کې جېسن روی (۲۱)، د لوبډلې مشر ایون مورګن (۴۲)،جو روټ (۳۹)،کریس ووکس (۲۶)،ټام کرن (۳۷) او عادل راشید وروستیو کې (۳۵) ناسوځیدلې منډې جوړې کړې.

د اسټرالیا لخوا توپ اچونه کې زمپا (۳)،مېچل سټارک (۲) ، کومېنز،مارش او هېزلووډ (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوی هدف د اسټرالیا لخوا ترلاسه نه شو او ټوله لوبډله په ۴۹م اور کې یوازې په ۲۰۷ منډو وسوځیده او سیالي یې په ۲۴ منډو توپیر کوربه لوبډلې ته بایلوده.

د انګلستان له لوري په توپ اچونه کې جوفرا ارچر،ووکس او سام کرن (۳-۳) ویکټې ترلاسه کړې او همداشان عادل راشید بیا یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د سیالۍ غوره لوبغاړی ارچر ونومول شو،چې د کمو منډو په ورکولو سره یې درې ویکټې اخیستي وې.

پدې سره د دواړو لوبډلو ترمنځ روان سیریز (۱-۱) کې مساوي شو او دواړو لوبډلو ترمنځ به وروستۍ سیریز برخلیک ټاکونکي لوبه د سپټمبر په ۱۶مه نېټه ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ