بوست په لسو ویکټو آمو لوبډلې ته ماتي ورکړه | خبریال

بوست په لسو ویکټو آمو لوبډلې ته ماتي ورکړه

 

کریکبال وېبپاڼه- د شپږیزه کرکټ لیګ سيالیو په دوام په ۱۵مه لوبه کې بوست ساتونکو لوبډلې په لسو ویکټو آمو نهنګانو لوبډلې ته سخته ماتي ورکړه.

آمو نهنګانو لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځيدو سره ۱۲۲ منډې جوړې کړې او بوست ساتونکو لوبډلې ته یې د ۱۲۳ منډو اسان هدف وټاکه.

د آمو لوبډلې لخوا په توپ وهنه کې درویش رسولي یوازې (۵۱) ناسوځيدلي منډې جوړې کړي وې.

د بوست ساتونکو لوبډلې لخوا په ګلبدین نایب او حمزه هوتک (۲-۲) ویکټې ترلاسه کړې او همداشان سید شیرزاد یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوی هدف د آمو نهنګانو لوبډلې لخوا د لوبې په دوولسم اور کې بې له کوم لوبغاړي سوځيدو څخه ترلاسه او په لسو ویکټو یې ستره بریا خپله کړه.

د بوست ساتونکو لوبډلې لخوا په توپ وهنه کې عمران جنت په ۳۱ توپونو ۵۷ ناسوځيدلي منډې جوړې کړې.

همداشان کریم جنت په ۳۸ توپونو د شپږو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مټ ۶۴ منډې جوړې کړې.

پدې سره آمو لوبډله له مخکې تګ څخه بې برخې شوه.

لدې وړاندې په تیره لوبه کې کابل بازانو لوبډلې د سپين غر زمریانو لوبډله په شپږو ویکټو له سختې ماتي سره مخ کړي وه.

د شپږیزه لیګ سيالیو په درجه بندۍ کې تردې دمه کابل بازانو لوبډلې پنځه لوبې ترسره کړي چې څلور یې ګټلي او یوه یې بایللي او ۸ پوینټونو لرلو سره د جدول په سر کې ځای لري.

په دوهم مقام مس عینک لوبډله ده چې ۵ لوبې یې کړي،۳ یې ګټلي او ۲ یې بایللي ۶ پوینټونه لري او د جدول په دوهم مقام کې قرار لري.

په دریم مقام بند امیر او په څلورم مقام بوست ساتونکي او په پنځم مقام سپين غر لوبډله قرار لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ