محمد نبي او راشدخان: د قرنطین پر مهال به په فېټنیس او تمریناتو کار وکړو | خبریال

محمد نبي او راشدخان: د قرنطین پر مهال به په فېټنیس او تمریناتو کار وکړو

 

کریکبال وېبپاڼه- محمد نبي او راشدخان اماراتو ته رسیدو سره سم ځینو پوښتې شوې او هغوی ځوابونه ورکړي دي.

څه احساس کوې چې دلته راغلې؟

محمد نبي: ډير خوښ او خوشحاله یم چې د ډيرې مودې پس له سنرایزرس حیدراباد لوبډلې سره یو ځای کیږم او ډيرې مودې وروسته به د ټيم هر یوه کس سره ووینم.

په لوبډله کې کوم یوه ته ډيره لیواله یې چې ورسره ووینې؟

هر یوه ته ډير لیواله یم،.په ځانګړي توګه له خلیل پاشا سره او دېته انتظار یم چې کله به هغه سره یو ځای کیږم.

قرنطین موده کې د څه پلان دی؟

تاسو پوهیږي چې مونږ له سي پي ایل څخه راغلو،هغه یو اوږد او سخت ټورنمینټ وو.یو او په بل پسې به لوبې وې.پدې هیله چې پدې درې ورځو کې لږ څه خوبونه وکړو او لدې وروسته بیا پخپل اطاق تمرینات پیل کړو.تر څو خپل بدن فغال او خپل وجود راتلوونکو سیالیو ته برابر کړو.

 سږ کال سيالیو کې به مو تماشچیان یادیږي؟

محمد نبي: مونږ ټولې لوبې بې له تماشچیانو ترسره کړې.مونږ له سيالیو ډير خوند ونه اخیسته.راځی چې وګورو چې دلته ای پي ایل سيالیو څخه څومره خوند اخیستلی شو.

څه احساس کوې چې دلته راغلې؟ 

راشدخان: ډيرې د خوښۍ احساس کوم چې د ډيرې مودې پس له سنرایزرس حیدراباد کورنۍ سره یو ځای کیږم.دا تیرې شپږ- اوه میاشتې ډيرې سختې وې.او اوس دلته مختلفو هیوادونو ته راغلو،په ای پي ایل سیالیو کې به هم ولوبیږو.

په قرنطین کې د څه پلان دی؟

راشدخان: قرنطین موده کې به مو هڅه دا وي چې ځان لږ پداسې یوه شي مصروف وساتم،چې ورسره تازه ووم.له قرنطین پای ته رسیدو وروسته ټورنمینټ ژر پیلیږي.پام به مو په فېټنیس باندې او همداشان د ملګرو او کورنۍ سره په ګیمونو باندې وي.

په لوبډله کې کوم یوه ته ډيره لیواله یې چې ورسره ووینې؟

راشدخان: زه خو د ټيم هر کس لیدو ته لیواله یم.هغوی ماته ډير یادیږي.ډيره موده کیږي،چې مونږ یو له بل سره ندي لیدلي،که څه هم مونږ سره تماس کې وو.خو یو او بل مو سره مخامخ ندي لیدلي.او زه هم ډیر خلیل پاشا لیدو ته ډير لیواله یم.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ