په سریسانت د کرکټ لګیدلی بندیز پای ته ورسید | خبریال

په سریسانت د کرکټ لګیدلی بندیز پای ته ورسید

کریکبال وېبپاڼه- د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي سریسانت چې په ای پي ایل سیالیو کې د درغلیو له کبله د ۷ کلن بندیز سره مخ وو.د بندیز موده یې پای ته ورسیده او لدې وروسته نوموړی کولی شي چې کرکټ لوبې پيل کړي.

سریسانت په لومړي ځل په ۲۰۱۳ کال ای پي ایل سيالیو کې د درغلیو له کبله د راجستان رویلز لوبډلې دوو نورو لوبغاړو سره یو ځای د کرکټ هر قسم لوبې څخه د ۷ کالو بندیز سره مخ شوی وو.

سریسانت د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ اچونکی وو.نوموړي په ۲۰۱۱ کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې هم د هند لوبډلې برخه وو او دده په شتون کې هند کرکټ ملي لوبډلې د یاد جام اتلوالي هم خپله کړه.

نوموړي د تیرې جمعې په ورځ پخپل ټويټ کې د بندیز د لیرې کیدو په اړه خبر ورکړی وو چې د یکشنبې په ورځ یې اوه کلن بندیز موده پای ته رسیږي.

نوموړي زیاته کړي وه چې د لوبو پیل به له کورني کرکټ څخه وکړي او د کېرلا لوبډلې لپاره به لوبې ترسره کړي.

که څه هم د کرونا له کبله د هند کورنۍ داخلي لوبې تراوسه په ټپه ولاړې دي،ټاکل شوي وه چې یادې سيالۍ به په اګسټ میاشت کې ترسره شوي وای،خو لا هم ندي پيل شوي.هند کرکټ بورډ وایي کله چې د کرونا له کبله حالت سم شي،سمدستي به یادو سیالیو ته هم اجازه ورکړي.

سریسانت د هند کرکټ ملي لوبډلې لپاره ۲۷ ټيسټ او ۵۳ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي،چې په ترتیب سره یې پکې ۸۷ او ۷۵ ویکټې اخیستي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ