محمد نبي او راشدخان ای پي ایل کې د ګډون لپاره اماراتو هیواد ته ورسیدل | خبریال

محمد نبي او راشدخان ای پي ایل کې د ګډون لپاره اماراتو هیواد ته ورسیدل

کریکبال وېبپاڼه- د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دواړه پياوړي لوبغاړي راشدخان او محمد نبي عیسی خېل په ای پي ایل سيالیو کې د ګډون په موخه عربي متحده اماراتو هیوداد ته رسیدلي دی.

راشدخان او ورسره محمد نبي عیسی خېل د ویسټ انډيز کرابین پریمیر لیګ سيالیو کې په لوبو بوخت وو.

راشدخان په کرابین پریمیر لیګ سيالیو کې د بربادوس ټریډنټس لوبډلې په ګټه لوبې ترسره کولې او محمد نبي عیسی خېل بیا د دوو نورو افغان لوبغاړو نجیب ځدراڼ او ظاهرخان سره یو ځای د سنت لوسیا زوکس لوبډلې په ګټه لوبې ترسره کولې.

د درې افغان لوبغاړو په شتون کې سنت کېټس لوبډلې د کلونو ځنډ وروسته په لومړي ځل د ۲۰۲۰ کال سي پي ایل سیالیو پایلوبې ته لار ومونده.خو پایلوبه کې سنت کېټس لوبډله د ټرنباګو نایټ رایډرز لوبډلې په ۸ ویکټو له ماتي سره مخ شوه.

ټرنباګو هغه لوبډله وه چې په همدې سيالیو کې یې له پیله تر اخره یوه ماتي هم ونه خوړه او د اتلوالۍ جام یې وګټه.

د یاد لیګ لوبولو وروسته د نورو لوبغاړو په څير افغان لوبغاړي هم را روان شوي دي چې ځينې یې په لارو او ځينې را رسیدلي دي.

راشدخان او محمد نبي عیسی خېل چې په ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سيالیو کې بیا هم له سنرایزرس حیدراباد لوبډلې سره دي.

د یادو دوو افغان لوبغاړو اماراتو ته د رسیدو خبر پخپله سنرایزرس حیدراباد لوبډلې ورکړی دی.

یادې لوبډلې تیره ورځ خبر ورکړی وو چې ډير ژر به دواړه افغان لوبغاړي له دوی سره یو ځای شي،یادې څانګې پخپله پاڼه د راشدخان او محمد نبي عیسی خېل یو کوچنی کلیپ هم خپور کړی وو.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبغاړي به په اماراتو کې د شپږو ورځو قرنطین مودې تیرولو وروسته له خپلو لوبډلو سره یو ځای شي.

پدې شپږو ورځو موده کې به له دوی څخه درې د کرونا ټيسټونه هم ترسره شي او د پایلې د منفي کیدو وروسته به د لوبډلې سره د یو ځای کیدو اجازه ورکړل شي.

مجیب ځدراڼ به هم په نن او سبا کې له خپلې لوبډلې سره یو ځای شي.

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ