بنګله دېش کرکټ بورډ: که د قرنطین موده ۷ ورځې شي،لوبډله یې سریلانکا دورې ته چمتو ده | خبریال

بنګله دېش کرکټ بورډ: که د قرنطین موده ۷ ورځې شي،لوبډله یې سریلانکا دورې ته چمتو ده

کریکبال وېبپاڼه- بنګله دېش کرکټ بورډ خبر ورکړئ،که چیرې د سريلانکا دورې پر مهال یې د قرنطین موده له ۱۴ ورځو څخه ۷ ورځو ته راټيټه شي،لوبډله یې چمتو ده چې سريلانکا هیواد ته د سيالیو لپاره دوره وکړي.

په مارچ میاشت کې د کرونا د ناروغۍ د خپریدو وروسته سریلانکا هیواد په ورتلوونکو لوبډلو ځينو محدودیتونه وضع کړل،چې له مخې یې کومه لوبډله یاد هیواد ته د سيالیو لپاره دوره کوي،اړ دي چې ۱۴ ورځې قرنطین موده تیره کړي.

خو بنګله دېش کرکټ بورډ وایي،له سريلانکا کرکټ بورډ سره یې خبرې روانه کړي دي چې د لوبډلې قرنطین موده یې له ۱۴ ورځو څخه اوو ورځو ته راښکته کړي،ترڅو دوی د سيالیو لپاره لازم تدابیر ونیسي.

بنګله دېش کرکټ بورډ زیاتوي،دوی له سریلانکا کرکټ بورډ سره یوې مفاهیمې ته رسیدلي دي چې د لوبډلې د قرنطین موده به یې اوو ورځو ته راښکته شي،خو لا هم وروستۍ جوړجاړی پرې ندی شوی.

((مونږ له سریلانکا کرکټ بورډ سره د قرنطین مودې په اړه خبرې کړي دي،دوی مونږ ته خبر راکړئ چې له روغتیا وزارت سره به پرې لیدنه وکړي او له هغې وروسته به مونږ وروستيو معلومات په واک کې راکړي.))

((مونږ باوري یو،که چیرې قرنطین موده ۷ ورځې واوسي.مونږ بیا کولی شو چې خپل پلان باندې کار روان کړو.مونږ باید اوس د سریلانکا کرکټ بورډ وړاندیز په تمه واوسو او له هغې وروسته به نور تفصیلات ورکړو.))

د اوسني سکیجول له مخې ټاکل شوي چې بنګله دېش کرکټ ملي لوبډله به د درې ټیسټ لوبو سیریز لپاره د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۷مه نېټه د سریلانکا په لوري روانه شي او د دوی ترمنځ به لومړی ټیسټ لوبه د اکتوبر په ۲۴مه نېټه ترسره شي.

د بنګله دېش کرکټ بورډ د مشر په وینا چې ددې او هر څه په اړه به ټول معلومات راتلوونکو دوو-درې ورځو کې وشي.

ټاکل شوي چې د بنګله دېش او سريلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به ددغه سیریز لړۍ د جولای په میاشت کې ترسره شوي وای،خو وروسته بیا اګسټ-سپټمبر میاشتو پورې وځنډیده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ