۲۰۲۰ کال شپږیزه لیګ کې زیاتې منډې جوړونکي لوبغاړي | خبریال

۲۰۲۰ کال شپږیزه لیګ کې زیاتې منډې جوړونکي لوبغاړي

کریکبال وېبپاڼه- دا چې اووم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ وروستي پړاو ته را نږدې شوي دی،مونږ دلته په لنډ ډول هغه لوبغاړي در پیژنو چې تراوسه یې په روانو شپږیزه لیګ سيالیو کې تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړي دي.

۱- عثمان غني (۲۴۹)

په شپږیزه روان لیګ سيالیو کې د بند امیر ښامارانو لوبډلې پیاوړي اوپنر لوبغاړي عثمان غني تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړي دي.نوموړي تردې دمه په ترسره کړل شوو پنځو سيالیو کې په۱۹۷ توپونو (۲۴۹) منډې جوړې کړي دي.

نوموړي همداشان د درې نیمه سلیزو په مټ،تردې دمه ۲۸ څلوريزې او شپږ شپږیزې یې وهلي دي.

۲- محمد شهزاد (۲۳۴)

په اووم پړاو روانو شپږیزه کرکټ لیګ سيالیو کې زیاتو منډو جوړونکو لوبغاړو لیست کې د مس عینک لوبډلې اوپنر لوبغاړی محمد شهزاد محمدي دی.

نوموړي تردې دمه په ترسره کړل شوو پنځو لوبو کې له ۱۴۶ توپونو سره مخ شوی دی او (۲۳۴) منډې یې پرې جوړې کړي دي.

نوموړی په یوه سلیزه او په دوو دوه نیمه سلیزو جوړولو هم توانیدلی دي.نوموړي ددې ترڅنګ تردې دمه ۸ شپږیزې او ۳۴ څلوریزې وهلي دي.په یوه لوبه کې یې زیاتې منډې ۱۰۶ ناسوځيدلي منډې دي.

۳- حشمت الله شهیدي (۲۰۷)

په دریم مقام زیاتې منډې د مس عینک لوبډلې منځني توپ وهونکي حشمت الله شهیدي جوړې کړي دي.هغه تردې دمه په ترسره کړل شوو پنځو لوبو کې ۱۴۱ توپونه لوبولي او (۲۰۷) منډې یې پرې جوړې کړي دي.هغه پدې سيالیو کې درې نیمه سلیزې هم جوړې کړي دي او په یوه لوبه کې يې زیاتې منډې ۸۲ دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ