شپږیزه لیګ: مس عینک لوبډلې په امو لوبډلې ریکارډ جوړ کړ | خبریال

شپږیزه لیګ: مس عینک لوبډلې په امو لوبډلې ریکارډ جوړ کړ

کریکبال وېبپاڼه- د شپږیزې لیګ سیالیو په دوام نن ماسپیښین د مس عینک او همداشان د امو لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه،چې پکې مس عینک لوبډلې په ۱۳۱ منډو توپیر امو نهنګانو ته ماتي ورکړه.

مس عینک لوبډلې د لومړی توپ وهنې په کولو سره په ټاکلو شل اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ۱۹۳ منډې جوړې کړې او امو لوبډلې ته یې د ۱۹۴ منډو هدف ورکړ.

د مس عینک لخوا یو ځل بیا حشمت الله شهیدي ښه لوبه ترسره کړه.نوموړي په ۵۲ توپونو د ۷ څلوریزو او څلورو شپږیزو په مټ ۸۲ ناسوځیدلي منډې ترلاسه کړې.

ددې ترڅنګ بهار شینواري ښه لوبه ترسره کړه. نوموړي په ۳۲ توپونو ۵۷ منډې وکړې.

د امو لخوا توپ اچونه کې فرید ملک دوه او نورو توپ اچونکو یوه،یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د هدف په تعقیب کې امو لوبډله په بشپړه توګه ناکامه راغله او په دوولس اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یوازې ۶۲ منډې جوړې کړې او پدې سره شپږیزه لیګ تاریخ کې لومړی لوبډله شوه چې په کمو منډو سوځیږي.

د امو لخوا توپ وهنه کې یوازې امان الله رفیقي ۲۱ زیاتې منډې جوړې کړي وې.

د مس عینک لخوا توپ اچونه کې دولت ځدراڼ زبردسته توپ اچونه ترسره کړه.نوموړي په ۳ اورونو کې ۹ منډې ورکړې او ۵ لوبغاړي يې وسوځول. نور احمد هم دوه ویکټې ترلاسه کړې.

ټاکل شوي ددې لیګ سیالیو په دوام به سبا د سپین غر زمریانو او کابل بازانو ترمنځ لومړی لوبه ترسره شي.دوهمه سیالي به د امو او بوست ترمنځ ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ