پولارډ هم ای پي ایل سیالیو کې د ګډون لپاره اماراتو ته ورسید | خبریال

پولارډ هم ای پي ایل سیالیو کې د ګډون لپاره اماراتو ته ورسید

کریکبال وېبپاڼه- د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې الراونډر کیرون پولارډ د دیارلسم پړاو ای پي ایل سيالیو کې د ګډون په موخا عربي متحده اماراتو هیواد ورسیده او هلته به له خپلې لوبډلې سره یو ځای شي.

د پولارډ ترڅنګ نور لوبغاړي،شرفن راترفورډ،سونیل ناراین او علي خان، او د چنای سوپر کینکز لوبډلې الروانډر ډواین براوو هم ای پي ایل سيالیو کې د ګډون په موخه اماراتو ته رسيدلي دي او له خپلو لوبډلو سره به یو ځای شي.

ټول دغه لوبغاړي به اماراتو کې شپږ ورځې په هوټل کې قرنطین وي او پدې موده کې به د کرونا درې ټیسټونه هم ورکړي.کله چې د یادو لوبغاړو درې ټیسټونه مثبت اعلان شي،بیا به د خپلو لوبډلو سره د یو ځای کیدو اجازه ورکړل شي.

پولارډ په سي پي ایل سيالیو کې ښه فوم کې لوبې ترسره کړې او د نوموړي په مشرۍ کې ټرنباګو نایټ رايډرز لوبډلې د څلورم ځل لپاره د سي پي ایل سيالیو اتلوالي خپله کړه.

کیرون پولارډ د ۲۰۲۰ کال سي پي ایل سيالیو کې په توپ وهنې برخه کې ۲۰۷ منډې جوړې کړې او همداشان توپ وهنه کې یې ۸ ویکټې هم واخیستې.

ټاکل شوي چې د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سيالۍ به د سپټمبر په نوولسمه نېټه د ممبۍ انډيانز او چنای سوپر کینکز لوبډلو په لوبې سره پيل شي.

 

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ