کریکبال وېبپاڼه- د اووم پړاو شپږیزې کرکټ ليګ سيالیو په دوام په دوولسمه لوبه کې کابل بازانو لوبډلې بند امیر لوبډلې ته په دوو ویکټو سخته ماتي ورکړه.
بند امیر لوبډلې د لومړی توپ وهنې کولو سره په په ټاکلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځيدو سره ۱۴۶ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۱۴۷ منډو هدف کيښوده.
د بند امیر لخوا په توپ وهنه کې عثمان غني (۱۱)،حضرت الله ځاځي (۱۵)، اصغر افغان (۶)،ابراهیم ځدراڼ (۴۸)،ناصر جمال (۴۷) زیاتې منډې جوړې کړې.
د کابل بازانو لخوا په توپ اچونه کې ضیاء الرحمن شریفي او نجات مسعود (۲-۲) ویکټې ترلاسه کړې.
ټاکل شوی هدف د کابل بازانو لوبډلې لخوا د وروستي اور په وروستي توپ سره د ۸ لوبغاړو په سوځيدو ترلاسه او په ۲ ویکټو یې بریا خپله کړه.
د کابل بازانو لخوا توپ وهنه کې رحمن الله ګربز (۸)، نورعلي ځدراڼ (۲۷)،عظمت الله عمرزي (۱۸)، ننګیالي (۱۲) او سمیع الله شینواري (۵۸) ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.
د بند امیر لخوا په توپ اچونه کې فرهاد مومند چې په لومړي ځل په لوبه کې هم ځای ورکړل شوی وو، د ۲۱ منډو په ورکولو سره یې درې لوبغاړي وسوځول.
همداشان شرف الدین اشرف،بلال سمیع،طارق ستانکزي او وقار سلام خېل (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.
ټاکل شوي چې څو شیبې وروسته به دوهمه لوبه د مس عینک او امو نهنګانو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.