هاري ګرنی په ځای علي خان ته په کلکتې لوبډله کې ځای ورکړل شو | خبریال

هاري ګرنی په ځای علي خان ته په کلکتې لوبډله کې ځای ورکړل شو

کریکبال وېبپاڼه- کلکته نايټ رایډرز لوبډلې د هاري ګرنی په ځای چې د ټپونو له کبله د ای پي ایل سيالیو څخه بهر شو،په ځای یې د امریکا لوبډلې چټک توپ اچونکي علي خان ته په لوبډله کې ځای ورکړل شو.

علي خان لومړی امریکایی کرکټر شو،چې په ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سيالیو کې به برخه واخلي.

علي خان پدې وروستیو سي پي ایل سيالیو کې د ټرنباګو لوبډلې لپاره د پام وړ سيالۍ ترسره کړې وې.نوموړي په یاد ټورنمینټ کې ۸ ویکټې ترلاسه کړي وې.

علي خان د سي پي ایل سيالیو پای ته رسیدو وروسته د خپل ټيم ملګري ډواین براوو سره په طیاره کې یو ځای تصویر اخیستی وو او په هغې کې یادونه کړي وه،چې راتلوونکي (سټاپ یا تم کیدل) به په اماراتو کې وي،خو د نوموړي په اړه دومره معلومات نه وو چې هغه د څه لپاره اماراتو ته روان شوی دی،خو وروسته کریک انفو تایید کړه چې نوموړی به ای پي ایل سيالو کې د کلکته نایټ رايډرز لوبډلې سره یو ځای شي.

که څه هم نوموړی په کلکته لوبډله کې اخیستل شوی دی،خو د ایون مورګن،ټام بنټن،اندري رسل،پاټ کومېنز،کریس ګرین،سونیل ناراین او لوکي فرګوسن په څیر د خارجي لوبغاړو په شتون کې به نوموړي ته ستونزمنه وي چې د یوولس کسیزې لوبډلې په څلورو لوبغاړو کې ځای خپل کړي.

د یادونې وړ ده چې ۲۹ کلن علي خان ۳۶ شل اوریزې لوبې ترسره کړي او ۳۸ ویکټې یې پکې اخیستي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ