د زمبابوې او پاکستان ترمنځ شل اوریزه لوبې راولپنډۍ کې ترسره کيږي | خبریال

د زمبابوې او پاکستان ترمنځ شل اوریزه لوبې راولپنډۍ کې ترسره کيږي

کریکبال وېبپاڼه- د پاکستان کرکټ اجرائیه رئیس وسیم خان وايي،د زمبابوې خلاف درې شل اوریزې سیالۍ به د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې ترسره شي او پنځوس اوریزې سيالۍ به بیا په ملتان ښار کې ترسره شي.

وسيم خان وویل،د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې لپاره ټول اړین تدابیر نیولي،هغه هیله څرګنده کړه چې دا سيالۍ به په ښه شان سره سره ترسره شي.

((مونږ له زمبابوې کرکټ بورډ سره په تماس کې یو.دوی د ځینو تدابیرو غوښتنه کړي او مونږ هم اړین تدابیر ددې سيالیو لپاره نیولي دي او ټول تدابیر به په راتلوونکو لسو ورځو کې بشپړ شي.))

وسیم خان زیاتوي،بورډ یې پدې هڅه کې دی چې د زمبابوې سربیره د نورو هیوادونو سره سيالۍ په پاکستان کې برابرې کړي.

((تر ټولو مهم د سويلي افریقا لوبډلې سفر دی.یاده لوبډله به راتلوونکي جنورۍ میاشت کې د دوو ټیسټ او درې شل اوریزو لوبو لپاره پاکستان ته دوره وکړي.مونږ غواړو چې ډير سيریزونه برابر کړو،خو دا پلان له وړاندې ترتیب شوی دی.))

پاکستان کرکټ بورډ وایي،دوی پدې پلان هم روان کړی چې په د بنګله دېش سره په اکتوبر میاشت کې ځنډول شوی سیریز هم ترسره کړي.

د پاکستان کرکټ بورډ اجرائیه رئیس وسیم خان په وینا چې نیوزیلینډ،اسټرالیا او انګلستان لوبډلې به هم په راتلوونکي شلو میاشتو کې، پاکستان د سيالیو لپاره سفر وکړي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان کرکټ ملي لوبډله پدې وروستیو کې انګلستان ته تللي وه او هلته یې د یادې لوبډلې سره څو ټيسټ او ځينې شل اوریزې لوبې ترسره کړې،چې په ټيسټ سيالیو کې یې ماتي وخوړه،خو شل اوریزو لوبو سیریز یې مساوي پای ته ورسوه.

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ