اسټرالیا په لومړی یو ورځنۍ لوبه کې انګلستان ته ماتي ورکړه | خبریال

اسټرالیا په لومړی یو ورځنۍ لوبه کې انګلستان ته ماتي ورکړه

کریکبال وېبپاڼه- د انګلستان او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو سیریز په لومړی لوبه کې میلمه اسټرالیاوۍ لوبډلې کوربه انګلستان ته د ۱۹ منډو په توپیر ماتي ورکړه.

د سیالۍ ټاس انګلستان لوبډلې وګاټه او لومړی توپ وهنه یې اسټرالیا لوبډلې ته ورکړه.

اسټرالیا لوبډلې په پنځوس اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۲۹۴ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۹۵ منډو هدف ورکړ.

د اسټرالیا لخوا توپ وهنه کې مکسویل (۷۷)، مارش (۷۳) او سټونیس (۴۳) زیاتې منډې جوړې کړې.

د انګلستان له لوري توپ اچونه کې جوفرا ارچر او مارک ووډ (۳-۳)،عادل راشید (۲) او کریس ووکس یوه ویکټ ترلاسه کړه.

انګلستان لوبډلې په ټاکلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۲۷۵ منډې جوړې کړې او سیالي یې د ۱۹ منډو په توپیر بایلوده.

د انګلستان لخوا توپ وهنه کې سام بېلنګز (۱۱۸) او جوني بېرسټو (۸۴) زیاتې منډې جوړې کړې.

د اسټرالیا لخوا توپ اچونه کې اډم زمپا (۴)،جوش هېزلووډ (۳)،پاټ کمېنز او مېچل مارش (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوي دواړو لوبډلو ترمنځ به د سیریز دوهمه لوبه د سپټمبر په ۱۳مه نېټه ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ