شپږیزه لیګ: بوست ساتونکو په ۴ ویکټو مس عینک ته ماتي ورکړه | خبریال

شپږیزه لیګ: بوست ساتونکو په ۴ ویکټو مس عینک ته ماتي ورکړه

کریکبال وېبپاڼه- د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو په یوولسمه لوبه کې بوست ساتونکو لوبډلې وکولی شول چې په وروستي اور وروستي توپ سره مس عینک لوبډلې ته په څلورو ویکټو ماتي ورکړي.

په سیالۍ کې لومړی توپ وهنه مس عینک لوبډلې وکړې او د دوو لوبغاړو په سوځیدو یې ۱۸۸ منډې جوړې کړې.

د مس عینک لخوا یو ځل بیا اوپنر لوبغاړي محمد شهزاد د بیټینګ کلاس وښود او روانه شپږیزه لیګ سیالیو کې یې لومړی سلیزه جوړه کړه.

نوموړي په ۶۴ توپونو (۱۰۶) ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.د نوموړي توپ وهنه کې ۱۵ څلوریزې او درې شپږیزې شاملې وې.

ددې ترڅنګ بهار شینواري (۳۱) او غمي ځدراڼ (۳۵) ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

د بوست لخوا توپ اچونه کې کریم جنت دوه ویکټې ترلاسه کړې.

ټاکل شوی هدف د بوست لخوا په اسانۍ سره د شپږو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او بریا یې خپله کړه.

د بوست ساتونکو لخوا توپ وهنه کې عمران جنت (۱۳)،کریم جنت (۲۷)،احسان جنت (۴۵) او ګلبدین نایب (۵۴) ناسوځیدلي منډې او طاهرخان (۲۸) ناسوځیدلي منډې وکړې.

د مس عینک لخوا توپ اچونه کې نور احمد (۲) او نورو توپ اچونکو یوه،یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوي چې ددې سیالیو په دوام به سبا د کابل بازانو او بند امیر ترمنځ لومړی لوبه ترسره شي.

دوهمه سیالي به بیا د مس عینک او امو نهنګانو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ