د انګلستان او اسټرالیا ترمنځ نن یو ورځنۍ لوبه ترسره کیږي | خبریال

د انګلستان او اسټرالیا ترمنځ نن یو ورځنۍ لوبه ترسره کیږي

کریکبال وېبپاڼه- د اسټرالیا او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د شل اوریز سیریز وروسته نن د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو سیریز لومړی یو ورځنۍ لوبه ترسره کیږي.

سیالي به د افغانستان په وخت ۴ نیمې بجې پیل شي.

دواړو لوبډلو ددغه سیالۍ لپاره بشپړ چمتوالی نیولی دی.

لدې وړاندې د اسټرالیا او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو سیریز لړۍ انګلستان لوبډلې (۲-۱) ګټلي وه.

دواړه لوبډلې په وروستي ځل په تیر ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیمي فاینل لوبه کې یو له بل سره مخ شوي وې،چې انګلستان پکې بریا خپله کړي وه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ