رئیس احمدزی: شپږیزه کې د سنيئر لوبغاړو نشتون ځوانانو ته د استعداد ښودلو فرصت برابر کړ | خبریال

رئیس احمدزی: شپږیزه کې د سنيئر لوبغاړو نشتون ځوانانو ته د استعداد ښودلو فرصت برابر کړ

کریکبال وېبپاڼه- د افغانستان کرکټ نوي ټاکل شوي ډایریکټر رئیس احمدزی وایي،په شپږیزه لیګ کې د سنيئر او ښو لوبغاړو په نشون کې ځوانو لوبغاړو ته ددې فرصت برابر شو چې خپله وړتیا وښيي.

د نوموړي اشاره د شپږو افغان لوبغاړو مجیب،نوین،نبي،راشد،نجیب او ظاهرخان ته وه.

یاد لوبغاړو ونشول کولی چې د هوایي پراوزونو د محدودیتونو له کبله د اووم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو ته په وخت ځان را ورسوي او له همدې کبله افغان کرکټ بورډ هغوی ته اجازه ورکړه چې ټول لیګ ولوبوي.

رئیس احمدزی چې پدې وروستیو کې د انډي مولز په ځای د افغانستان کرکټ ډایریکټر ټاکل شوی دی،زیاتوي د تجربه کارو لوبغاړو سره یو ځای په شپږیزه لیګ کې ځوان لوبغاړي ډیرې ښې لوبې کوي او نوموړي د ځینې لوبغاړو یادونه هم وکړه.

((په ځوانو لوبغاړو کې ډیر حیرانونکی استعداد پروت دی،دوی د نورو مشرانو لوبغاړو سره یو ځای ډیرې ښې لوبې کوي.))

(( صدیق اتل،عبدالرحمن،بهار علي،فرحان زاخېل،شفیق الله غفاري،نور احمد شول،دوی په پوره وړتیا سره لوبې کوي،دوی کې استعداد شته دی او دا د افغانستان کرکټ راتلوونکي لپاره یو ښه زیری دی.))

((نبي او راشد هم دوی ښه پیژني.مونږ همیشه او هر وخت یو له بل سره پرې خبرې کوو،تجربې سره شریکوو،داسې یو لکه یو فامیل چې وو.دوی هم د یوټیوب له لارې شپږیزه لیګ تعقیبوي او ډیر ورته خوشبینه دي.))

رئیس احمدزی چې پخپله روزونه کې یې ډیری ځوانان لوبغاړي روزلي،پدې هم ناامیدي ښکاره کړه چې د خوښې ځوان ورو توپ اچونکي نور احمد لکڼوال ونشول کولی چې د ویزې د ستونزې له کبله سي پي ایل سیالیو کې برخه واخلي.

د یادونې وړ ده چې سي پي ایل سیالۍ تیره شپه د ټرنباګو لوبډلې په اتلوالۍ پای ته ورسیدې او افغان لوبغاړو پکې ښې کارکردګۍ نندارې ته وړاندې کړې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ