ټرنباګو لوبډلې په ریکارډ ډول ټولې لوبې وګټلې او ۴م ځله اتله شوه | خبریال

ټرنباګو لوبډلې په ریکارډ ډول ټولې لوبې وګټلې او ۴م ځله اتله شوه

کریکبال وېبپاڼه-د ۲۰۲۰ کال کرابین پریمیر لیګ سیالیو کې ټرنباګو لوبډلې ستر ریکارډ جوړ او په یاده لیګ کې یې،یوه لوبه هم ونه بایلله او د څلورم ځل لپاره یې د یاد لیګ اتلوالي هم خپله کړه.

یادې لوبډلې په وروستۍ پایلوبه کې سنت لوسیا زوکس لوبډلې ته په ۸ ویکټو ستره ماتي ورکړه او د ۲۰۲۰ کال سي پي ایل سیالیو اتلوالي یې پخپل نوم کړه.

سنت لوسیا لوبډلې د لومړی توپ وهنې کولو سره پیل ښه نه درلوده او د سر لوبغاړی کرنوال يې په ۱۲ منډو کې له لاسه ورکړ،خو وروسته په دوهمه ویکټ د مارک ډایل او اندري يلیچر ترمنځ ښه ملګرتیا ترسره شوه او داسې اټکل کیده چې زوکس لوبډله به یو ستر هدف مقابلې لوبډلې ته ورکړي،خو د دواړو لوبغاړو په سوځیدو سره،نور لوبغاړي هم په ویشتنځای پاتي نه شول او یو په بل پسې یې ویکټې له لاسه ورکړې.

محمد نبي عیسی چې په ننۍ سیالۍ کې ترې ډیره تمه کیده،ونه چلیده او په دوو منډو یې ویکټه له لاسه ورکړه.

د زوکس لوبډلې لپاره زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی اندري پلیچر و،چې (۳۹) منډې یې جوړې کړې.

همداشان په نورو توپ وهونکو کې مارک ډایل (۲۹)،روسټن چېز (۲۲) او نجیب الله ځدراڼ د درې څلوریزو او یوې شپږیزې په مټ په ۱۸ توپونو (۲۴) منډې جوړې کړې.

د ټرنباګو لخوا په توپ اچونه کې کېرون پولارډ (۴) ویکټې ترلاسه کړې. علي خان او فواد احمد (۲-۲) او اکیل حسین یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ټرنباګو لوبډلې د هدف په تعقیب کې لومړی دوه ویکټې ژر له لاسه ورکړې،خو وروسته د لېنډل سیمونز او ډرن براوو ترمنځ په زړه پورې ملګرتیا ترسره شوه او دواړو لوبغاړو له سلو منډو څخه زیاتې ملګرتیا ترسره کړه او تر اخره پورې ناسوځیدلي پاتي شول.

براوو په ۴۸ توپونو د ۶ شپږیزو او ۲ څلوریزو په وهلو سره (۵۸) ناسوځیدلي منډې جوړې کړې او همداشان سیمونز په ۴۹ توپونو (۸۴) ناسوځیدلي منډې جوړې.نوموړي په توپ وهنه کې ۸ څلوریزې او ۴ شپږیزې شاملې وې.

دوی ټاکل شوی هدف په نوولسم اور شروع کې د ۲ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او په ۸ ویکټو یې ناهیریدونکي اتلوالي ترلاسه کړه.

ټرنباګو لوبډلې د پیله تر پایلوبې دوولس سیالۍ سر په سر وګټلې او پدې سره کرابین پریمیر لیګ سیالیو تاریخ کې لومړی لوبډله وشمیرل شوه چې یوه سیالي یې هم ونه بایلله او اتلوالي یې هم خپله کړه.

د سنت لوسیا زوکس لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې سکاټ کګلین او روسټن چېز (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

نبي درې اورونو کې ۱۶ او ظاهرخان ۲ اورونو کې ۲۸ منډې ورکړې.

د زوکس لوبډلې کپتان درن سمي کپتاني تر پخوا بدله وه او دده په شمول شپږ توپ اچونکي یې په توپ اچونه کې وازمویل،خو پلان یې کار ورنکړ.

هیره دې نه وي چې دا د ټرنباګو لوبډلې په تیرو څلورو پړاونو کې دریمه اتلوالي وه چې ترلاسه یې کړه.

پولارډ پخپلو خبرو کې وویل،که څه هم د نوموړي په توپ اچونه کې،نه کوم سرعت شته او نه کوم سوینګ پکې شته،یوازې یې خپل ذهن څخه کار واخیست او ښه توپ اچونه یې ترسره کړه.

د ټرنباګو لوبډلې روزونکي برینډن مکولم پخپلو خبرو کې وویل،چې دا زما لومړی روزونکي دنده وه او پدې خوښ دی چې لوبډلې یې دده په روزونه کې اتلوالي خپله کړه.

د یادونې وړ ده چې لدې وروسته به درې افغان لوبغاړي محمد نبي،راشدخان او مجیب مستقیما له ویسټ انډیز څخه عربي اماراتو ته ولاړ شي او هلته به له خپلو لوبډلو سره یو ځای شي.

پاتي نور افغان لوبغاړي به شپږیزې لیګ سیالیو ته راستانه شي.یاده دې وي چې نوین الحق لا وړاندې لندن ته را رسیدلی دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ