کابل بازانو په ۶۱ منډو توپیر امو لوبډلې ته ماتي ورکړه | خبریال

کابل بازانو په ۶۱ منډو توپیر امو لوبډلې ته ماتي ورکړه

کریکبال وېبپاڼه- د شپږیزې کرکټ لیګ سيالیو په نهمه لوبه کې کابل بازانو لوبډلې وکولی شول چې امو لوبډلې ته د ۶۱ منډو په توپير ستره ماتي ورکړي او پدې سره یې په یاد لیګ کې دوهمه بریا هم خپله کړه.

کابل بازانو لوبډلې د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ وهنه غوره کړه او د کپتان رحمن الله ګربز د ۹۹ منډو په مټ یې ټاکلو شل اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو ۲۲۳ منډې جوړې کړې او سيالي لوبډلې ته یې د ګټلو په موخه د ۲۲۴ منډو هدف وټاکه.

د کابل بازانو لخوا په توپ وهنه کې رحمن الله ګربز په ۵۰ توپونو د ۸ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مټ ۹۹ منډې جوړې کړې.

همداشان سمیع الله شینواري (۴۴)،عظمت الله عمرزي (۴۱)،نورعلي ځدارڼ (۱۲) او فرمان الله صافي (۱۸) منډې جوړې کړې.

د امو لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې یمین احمدزي،باطن شاه او عبدالوسیع (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوي هدف په مقابل کې امو لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځيدو سره ۱۶۲ منډې جوړې کړې او سيالي یې د ۶۱ منډو په توپير بایلوده.

د امو لوبډلې لخوا په توپ وهنه کې درویش رسولي (۷۳) او فرحان زاخېل (۳۷) زیاتې منډې جوړې کړې.

د کابل بازانو لخوا په توپ اچونه کې ننګیالي خروټي (۴)،عظمت الله عمرزي او نجات مسعود (۲-۲) ویکټې ترلاسه کړې.

ټاکل شوي چې سبا پدې سيالیو کې لومړی لوبه د بند امیر ښامارانو او سپين غر لوبډلې ترمنځ ترسره شي او دوهمه سيالي به بیا بوست او مس عینک ترمنځ ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ