جانټي روډز له ای پي ایل وروسته سويډن لوبډلې سره روزونکي دنده پیلوي | خبریال

جانټي روډز له ای پي ایل وروسته سويډن لوبډلې سره روزونکي دنده پیلوي

کریکبال وېبپاڼه- د کینکز الیون پنجاب لوبډلې اوسنی روزنکی جانټي روډز به له ای پي ایل سيالیو وروسته له سويډن کرکټ ملي لوبډلې سره د مشر روزونکي په حیث دنده پیل کړي.

۵۱ کلن جانټي روډز اوسمهال په عربي اماراتو کې له کینکز الیون پنجاب لوبډلې سره د فيلډينګ روزونکي په صفت دنده اجرأ کوي.

د نوموړي د ټاکل کیدو خبر سويډن کرکټ بورډ ادارې هم تایید کړی دی او ويلي یې دي چې د هغه په راتګ سره به په یاد هیواد کې د کرکټ لوبې نوره هم پراختیا ترلاسه کړي.

یادې ادارې پخپله اعلامیه کې ویلي: ((سويډن کرکټ فدراسیون د ځوانانو د کرکټ د مهارتونو لوړولو او د کرکټ په ودې پانګونه کوي.له همدې کبله د جانټي روډز ټاکنه یو ستر مهم ګام دی.))

جانټي روډز وویل، په یوه داسې هیواد کې چې کرکټ پکې مشهوره ندی،د نوي چلینجونو سره مخ کیدلو ته خوشحاله دی.

((زه ډیر خوشحاله یم چې په سويډن کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای کیږم او په ورته وخت کې د سويډڼي کرکټ ټولنې سره دنده پیلوم.دا زما لپاره په یوه ښه وخت کې فرصت پيدا شو،چې له یوې خوا به له خپلې کورنۍ سره یو ځای ووم او له بلې خوا به خپله دنده په مخ وړم.زه به خپله ټوله انرژي به پدې نوي چاپيریال کې مصرف کړم.زه ددغې دندې لپاره زیات خوشحاله یم او دېته انتظار یم چې کله به خپله نوي دنده پیلوم.))

د یادونې وړ ده چې کرکټ په سويډن کې دویم سپورټ شمیرل کيږي چې په چټکۍ سره مخ په ودې روان دی.

روډز د سويلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې لپاره د خپل وخت پر مهال د ۱۹۹۲ کال نه تر ۲۰۰۳ کال پورې ۵۲ ټیسټ او ۲۴۵ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي دي.نوموړی د فیلډينګ یا ډګر ساتنې په برخه کې خاص نړیوال شهرت درلوده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ