د شپږیزې لیګ په ۸مه لوبه کې سپين غر زمریانو بریا خپله کړه | خبریال

د شپږیزې لیګ په ۸مه لوبه کې سپين غر زمریانو بریا خپله کړه

کریکبال وېبپاڼه- د شپږیزې کرکټ لیګ سيالیو په دوام نن په لومړۍ لوبه کې سپين غر زمریانو لوبډلې د بوست ساتونکو لوبډلې ته په پنځو منډو توپیر ماتي ورکړه.

بوست ساتونکو لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی د توپ اچونې انتخاب وکړ.

سپين غر زمریانو لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځيدو سره ۱۷۵ منډې جوړې کړې.

د سپين غر زمریانو لخوا په توپ وهنه کې تمیم سرخوردي ښکلي لوبه ترسره کړه.نوموړي په ۴۸ توپونو د ۶ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مټ (۷۹) منډې جوړې کړې.

همداشان مجید عالم چې لومړی لوبه یې وه،ښه لوبه ترسره کړه او پخپله لومړی لوبه کې یې نیمه سلیزه جوړه کړه او په ۴۴ توپونو یې (۵۲) ناسوځيدلي منډې جوړې کړې.نوموړي توپ وهنه کې ۴ څلوریزې او یوه شپږیزه شاملې وه.

همداشان کریم صادق (۱۳) او وحید شفق (۱۸) ناسوځيدلي منډې جوړې کړې.

بوست لخوا توپ اچونه کې حمزه هوتک دوه او محمد سلیم یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوي هدف په مقابل کې بوست لوبډله پاتي راغله او په ټاکلو اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځيدو ۱۷۰ منډې جوړې کړې او سيالي یې د ۵ منډو په توپير بایلوده.

د بوست ساتونکو لخوا په توپ وهنه کې کریم جنت (۵۱)،رحمت شاه (۱۰)،منیر احمد (۱۸)،وحیدالله علي (۲۰)،ګلبدین نایب (۲۵) او همداشن شفیق الله غفاري (۲۵) منډې جوړې کړې.

د سپين غر زمریانو لخوا په توپ اچونه کې زبید اکبري،عبدالله عادل او زاهدخان (۲-۲) ویکټې او افتاب عالم یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوي چې د څو شیبو وروسته به د کابل بازانو او امو نهنګانو ترمنځ دوهمه سيالي ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ