شین واټسن:سږ کال ای پي ایل به د چنای لپاره یو ښه کال وي | خبریال

شین واټسن:سږ کال ای پي ایل به د چنای لپاره یو ښه کال وي

کریکبال وېبپاڼه- د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی الروانډر شین واټیسن هيله ښيي چې د تجربه کاره او کوالیټي لرونکو لوبغاړو په شتون کې به سږ کال ای پي ایل د چنای سوپر کینکز لوبډلې لپاره یوه ښه کال وي.

نوموړي وايي،په تیرو سيالیو کې د دوی لوبډلې ډيرې تجربې خاصلې کړي او داسې کومې غلطۍ به ترې ونشي او که چيرې کومې غلطۍ رامنځ ته کیدې،د دوی هڅه به دا وي چې ژر خپلې غلطۍ اصلاح کړي.

د واټسن په وینا لوبډله یې ټوله د تجربه کارو او کوالیټي لرونکو لوبغاړو تشکیل ده او له همدې کبله پدې باور دی چې سږ کال به د دوی لوبډلې لپاره یو ښه کال وي.

 ((دا چې مونږ ولې پدې باور یو چې سږ کال به زمونږ لوبډلې لپاره یو ښه کال وي.مونږ له ځان سره تجربه کاره او د کوالیټی برخمن لوبغاړي لرو.))

واټسن همداشان د مهندراسینګ ډوهني د کپتانۍ د ستاینې وکړه او هغه یې یو بریالی کپتان یاد کړ.

واټسن په وینا د تیرو څلورو کالونو راهیسې په مختلفو کرکټ لیګونو کې په لوبیدو سره یې ډير څه زده کړي،خو لا هم یوه ستوزنزه هغه د مهارات لوړول به وي.

((زه اوس ډیر د لوبو په اړه پوهه لرم،مګر یو چلینج هغه د مهارتونو په لوړولو توانیدل دي.))

د یادونې وړ ده چې شین واټسن په ۲۰۱۸ کال ای پي ایل سيالیو کې د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې خلاف سلیزه هم جوړه کړي وه او نوموړی پدې کې ناکامه شوی و،چې لوبډله تر بریا ورسوي.

چنای سوپر کینکز لوبډله یو له هغو لوبډلو څخه ده چې څو ځلې یې د ای پي ایل سیالیو اتلوالۍ ګټلي دي.

خو سږ کال ای پي ایل سيالیو کې به یاده لوبډله دوه پیاوړي لوبغاړي سوریش رېنا او هربجن سينګ له ځان سره ونه لري.

دواړه لوبغاړي د شخصي ستونزو له کبله د ای پي ایل سيالیو څخه بهر شوي دي.

ټاکل شوي چې ۲۰۲۰ کال دیارلسم پړاو ای پي ایل سيالۍ به د سپټمبر میاشتې په نوولسمه نېټه پيل چې د نومبر تر لسمې به دوام وکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ