کین ویلیمسن:تر ټولو چټک توپ اچونکی چې زه ورسره مخ شوی یم،ډېل سټېن و | خبریال

کین ویلیمسن:تر ټولو چټک توپ اچونکی چې زه ورسره مخ شوی یم،ډېل سټېن و

کریکبال وېبپاڼه- د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې کپتان کین ویلیمسن وایي،د کرکټ په ډګر کې تر ټولو چټک توپ اچونکی چې زه ورسره مخ شوی یم،هغه سویلي افریقایي ډېل سټېن دی.

نوموړي دغه څرګندونې د مینه والو د پوښتنو په ځواب کې وکړې.

هغه وویل: ((سخته ده چې وویل شي،دلته زیات چټک توپ اچونکي شته دي.خو یو له هغې ډلې څخه سویلي افریقايي ډېل سټېن دی،ښه راته یاد دي او څو کاله وړاندې له هغه سره په لوبه کې مخ شوم.نوموړي زما (سېفګارډ) هم را مات کړ،دا زما لپاره د خاطرو یوه ډکه تجربه وه.))

کېن ویلیمسن اوسمهال عربي اماراتو کې دی،نوموړی ای پي ایل سيالیو ته راستانیدو سره سم په قرنطین کې دی او نوموړی په ټولنیزو رسنیو کې د مینه والو پوښتنو ته ځوابونه وایي.

ویلیمسن به په ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سيالیو کې د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې برخه وي.یادې لوبډلې سره دوه افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل او راشدخان هم لوبیږي.

ویلیمسن په ۲۰۱۸ کال کې د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې لپاره زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی هم وو.خو سږ کال د محمد نبي فوم سيالیو ته په کتلو سره داسې نه ښکاري چې نوموړی به مسلسل ډول د یادې لوبډلې لخوا ولوبول شي.

ډېل سټېن بیا سږ کال هم د رویل چیلینجرز بنګلور لوبډلې سره دی او نوموړی تیر کال د ټپونو له کبله د یاد لیګ څخه وتلی وو.

نوموړي د ټپونو له کبله سويلي افریقا لوبډلې ونشول کولی چې په ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې مخکې تګ وکړي.

ډېل سټېن د ۲۰۰۸ کال راهیسې په ای پي ایل سیالیو کې لوبیږي.نوموړي ټولټال ۹۲ ای پي ایل سيالۍ ترسره کړي دي او ۹۶ ویکټې یې پکې اخیستي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ