کرابین لیګ: د زوکس او ټرنباګو لوبډلو ترمنځ نن وروستۍ پایلوبه ترسره کيږي | خبریال

کرابین لیګ: د زوکس او ټرنباګو لوبډلو ترمنځ نن وروستۍ پایلوبه ترسره کيږي

کریکبال وېبپاڼه- اتم پړاو کرابین پریمیر لیګ سیالۍ چې د اګسټ په اتلسمه نېټه پیل شوي وې،نن یې وروستۍ يا فاینل لوبه د سنت لوسیا زوکس لوبډلې او ټرنباګو نایټ رایډرز لوبډلې ترمنځ ترسره کیږي.

ټرنباګو لوبډله چې یوه غښتلي لوبډله شمیرل کیږي، په روان ۲۰۲۰ کال سي پي ایل سیالیو کې کومه ماته نلري.

یادې لوبډلې ترسره کړل شوي یوولس لوبې سر په سر ګټلي دي،که چیرې وروستۍ فاینل لوبه هم وګټي،پدې سره به یو ریکارډ هم جوړ کړي،چې له پیله تر اخره کومې لوبډلې ماتي ورنکړه.

ټرنباګو لوبډله چې مشري یې کیرون پولارډ په غاړه لري،هیله ښودلي چې لوبډله ته به سر په سر دوولسمه بریا هم ور په برخه کوي.

یاده لوبډله پخپل قطار کې ښه تجربه کاره لوبغاړي له ځان سره لري،که د یادې لوبډلې توپ وهنې او توپ اچونې برخې ته وکتل شي،ښه په توازن برابره لوبډله ده او په دواړو برخو کې پیاوړي لوبغاړي له ځان سره لري.

ټرنباګو لوبډلې د سي پي ایل سیالیو درې ځلې اتلوالي هم خپله کړي ده او تراوسه یاده لوبډله (پلې-اف) پړاو ته له وتلو ندي پاتي شوې.

له بلې خوا سنت لوسیا زوکس لوبډله چې تر ډیره وخته پایلوبو ته نده وتلې،یاده لوبډله د تیرو څو کالونو راهیسې (پلې-اف) پړاو ته یوازې دوه ځلې وتلي او زیاتره وخت به د جدول په وروستي مقام کې پاتي وه.خو دا ځلې یاده لوبډله د درې افغان لوبغاړو له برکته د ۲۰۲۰ کال سي پي ایل سیالیو تر پایلوبې را ورسیده.

د کرکټ ځینې شنونکي پدې اند دي چې سنت لوسیا زوکس لوبډلې ته به افغان لوبغاړي دریمه اتلوالي هم ور په برخه کوي.

سنت لوسیا زوکس لوبډلې لدې وړاندې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کال کې د کرابین پریمیر لیګ اتلوالۍ خپلې کړي دي او له هغې راهیسې یادې لوبډلې بیا مخکې تګ ندی کړی.

دواړو لوبډلو ټرنباګو نایټ رایډرز او سنت لوسیا زوکس لوبډلو ترمنځ به ننۍ سیالي د افغانستان په وخت شپږ نیمې بجې ترسره شي.

لدې سیالۍ وروسته به درې افغان لوبغاړي ای پي ایل کې له خپلو لوبډلو سره یو ځای شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ