تیر کال په همدې ورځ افغانستان لومړی ټیسټ لوبه ګټلي وه | خبریال

تیر کال په همدې ورځ افغانستان لومړی ټیسټ لوبه ګټلي وه

کریکبال وېبپاڼه-سره د زیاتو چلینجونو،افغانستان د ګلبدین په کپتانۍ کې تیر کال د نړیوال جام نهه لوبې سر په سر بایلودې،د نړیوال جام وروسته بیا په کپتانۍ کې تغیرات راغلل،ګلبدین له کپتانۍ لیرې شو او په ځای یې راشدخان د لوبډلې مشر وټاکل شو.

پلیپ سیمونز هم خپله دنده پریښوده او مشر سلیکټر انډي مولز د لوبډلې موقت مشر روزونکی وټاکل شو،سربیره پرې بیا هم افغان کرکټ ملي لوبډلې وکولی شول چې د راشدخان په کپتانۍ کې په لومړي ځل ټیسټ کرکټ بریا خپله کړي.

افغانستان تیر کال په همدې ورځ بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې ته د ۲۲۴ منډو په توپیر تاریخي ماتي ورکړي وه.

راشدخان په یاده لوبه کې ټولټال یوولس ویکټې اخیستي وې او نوموړی تر ټولو کم عمره لوبغاړی شمیرل شوی وو،چې په یوه ټیسټ لوبه کې د یوه کپتان په توګه لس ویکټې هم اخلي او همداشان نیمه سلیزه هم جوړوي.

اصغر افغان بیا د لوبې په دواړو پاڼیو کې نیمه سلیزې جوړې کړي وې.

افغانستان لومړی پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۱۱۷ اورونو کې ۳۴۲ منډې جوړې کړې.

رحمت شاه زرمتی لومړی افغان لوبغاړی وو،چې په ټیسټ کرکټ کې یې سلیزه جوړه کړه.نوموړي په ۱۸۷ توپونو (۱۰۲) منډې جوړې کړي.

اصغر افغان ښه لوبه کړي وه او په ۱۷۴ توپونو یې (۹۲) منډې کړي وې.

د بنګله دېش لخوا توپ اچونه کې تایج الاسلام (۴) نعیم حسن (۲) ویکټې اخیستي وې.

بنګله دېش د لوبې پاڼۍ پیل کړه او ټوله لوبډله یې په (۷۰،۵) اورونو کې په ۲۰۵ منډو وسوځیده.

د افغانستان لخوا توپ اچونې لومړي اننګز یا پاڼۍ کې راشدخان تر ټولو ډیرې (۵) ویکټې واخیستې.محمد نبي هم (۳) ویکټې ترلاسه کړې.

بنګله دېش لپاره د توپ وهنې په لومړی پاڼۍ کې مومین الحق (۵۲) مسادک حسین (۴۸) ډیرې منډې جوړې کړي وې.

افغانستان بیا دوهم اننګز یا پاڼۍ پیل کړه (۹۱م) اور په پیل کې ټوله لوبډله په ۲۶۰ منډو وسوځیده.

د افغانستان لخوا دوهمه پاڼۍ کې ابراهیم ځدراڼ (۸۷) او اصغر افغان (۵۰) منډې جوړې کړي وې.

بنګله دېش لخوا په توپ اچونه کې شکیب الحسن (۳) او مهدي حسن (۲) ویکټې ترلاسه کړي وې.

بنګله دېش په دوهمه پاڼۍ کې د لومړی پاڼۍ څخه کمې منډې وکړې،یاده لوبډله ۶۲م اور شروع کې،ټوله یوازې په ۱۷۳ منډو را ټوله شوه او سیالي یې د ۲۲۴ منډو په توپیر افغانستان ته بایلوده او پدې سره افغانستان د ټیسټ کرکټ تاریخ کې لومړی بریا خپله کړه.

بنګله دېش لپاره دوهمه پاڼۍ کې شکیب الحسن (۴۴) شادمن اسلام (۴۱) منډې کړي وې.

د افغانستان لخوا توپ اچونه کې راشدخان تر ټولو ډیرې (۶) ویکټې اخیستي وې.ظاهرخان (۳) ویکټې اخیستي وې.

یاده سیالۍ د محمد نبي لپاره د ټیسټ کرکټ وروستۍ سیالي وه او نوموړي د لوبې ګټلو وروسته د ټیسټ کرکټ سره خدای په اماني اعلان کړه

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ