شپږیزه لیګ: مس عینک په ۵۸ منډو سپين غر ته ماتي ورکړه | خبریال

شپږیزه لیګ: مس عینک په ۵۸ منډو سپين غر ته ماتي ورکړه

کریکبال وېبپاڼه-د شپږیزې کرکټ لیګ سيالیو په اوومه لوبه کې مس عینک لوبډلې د سپين غر زمریانو لوبډلې ته د ۵۸ منډو په توپیر ستره ماتي ورکړه.

مس عینک لوبډلې د لومړی توپ وهنې په کولو سره په ټاکلو شل اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځيدو سره ۲۲۱ منډې جوړې کړې او سپین غر لوبډلې ته یې د ۲۲۲ منډو هدف ورکړ.

د مس عینک لوبډلې لپاره درې لوبغاړو شهزاد محمدي،بهار شینواري او حشمت الله شهیدي نیمه سلیزې جوړې کړې.

شهزاد په ۳۳ توپونو (۵۲) منډې جوړې کړې،اته څلوریزې او دوه شپږیزې یې ووهلې.بهار شینواري د ۷ څلوریزو او ۴ شپږیزو په مټ په ۴۰ توپونو (۶۵) او حشمت الله شهیدي په ۳۱ توپونو د ۳ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مټ (۵۳) زیاتې منډې جوړې کړې.

د سپين غر زمریانو لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې عبدالله عادل (۲)،قیس احمد او کریم صادق یوه،یوه ویکټ ترلاسه کړ.

ټاکل شوی هدف په پوره کولو کې سپين غر لوبډله پاتي راغله او په نوولس اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره ۱۶۳ منډې جوړې کړې او سيالي یې د ۵۸ منډو په توپیر مس عینک لوبډلې ته بایلوده.

د مس عینک لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې عبدالله مزاري (۴) ویکټې،شاپور ځدراڼ (۳) او محمدالله همکار یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوي چې ددې سيالیو په دوام به سبا لومړی لوبه د بوست ساتونکو او سپين غر لوبډلو ترمنځ ترسره شي او دوهمه سيالي به د کابل بازانو او امو نهنګانو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

یاده دې وي چې د شپږیزې په جدول کې سپين غر د څلورو نمرو په لرلو سره لومړی او مس عینک دوهم مقام قرار لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ