ډيویډ ملن شل اوریزو لوبو درجه بندۍ کې له بابر اعظم لومړی مقام ونیو | خبریال

ډيویډ ملن شل اوریزو لوبو درجه بندۍ کې له بابر اعظم لومړی مقام ونیو

 

کریکبال وېبپاڼه- انګلستانی توپ وهونکي ډيويډ ملن د اسټرالیا خلاف په شل اوریزو لوبو سیریز کې د ښو لوبو وروسته د ای سي سي د شل اوریزو لوبو د لوبغاړو په نوي درجه بندۍ کې له پاکستاني بابر اعظم څخه لومړی مقام ونیوه.

۳۳ کلن ډیويډ ملن د اسټرالیا خلاف په درې شل اوریزو لوبو کې د ۱۲۹ منډې جوړې کړي وې او همداشان په وروستۍ لوبه کې د ۶۶ منډو په جوړولو سره د سیریز غوره لوبغاړی هم نومول شوی وو.

ملن د ای سي سي په شل اوریزو لوبو درجه بندۍ ښه مقام تیر کال نومبر میاشت کې و.هغه مهال نوموړي د خپل کرکټ کیریر دوهم بهترین مقام ترلاسه کړی وو.خو اوس په نوي درجه بندۍ کې  د اته پوینټونو په ترلاسه کولو سره نوموړی  له بابر اعظم وړاندې شو او لومړی مقام یې خپل کړ.

د ملن د ټيم نور ملګري جوني بېرسټو او جوس باټلر هم د ای سي سي په نوي درجه بندۍ کې مخکیوالی ترلاسه کړی دی.

بېرسټو د اسټرالیا خلا ف سیریز کې د ۷۲ منډو په جوړولو سره درې قدمه وړاندې راغلی او نوولسم مقام یې خپل کړی دی.همداشان باټلر بیا له ۴۰م مقام څخه ۲۸ مقام ته راغلی دی.

ارون پېنچ چې په همدې سیریز کې یې ۱۲۵ منډې جوړې کړي وې،پخپل دریم مقام پاتي شوی دی.مکسویل هم پخپل شپږم پاتي شوی دی.

د یادونې وړ ده چې د شل اوریزو لوبو د بالرانو او بیټسمینانو په درجه بندۍ کې افغان لوبغاړي پخپلو مقامونو پاتي شوي دي.

راشدخان په لومړی مقام او مجیب ځدراڼ بیا په دوهم مقام قرار لري.

د الروانډرانو په درجه بندۍ کې محمد نبي عیسی خېل لومړی او مکسویل دوهم مقام لري.

د شل اوریزو لوبو د لسو بيټسمینانو په درجه بندۍ کې حضرت الله ځاځی په اووم مقام قرار لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ