د شپږیزې لیګ په ۶مه لوبه کې بند امیر لوبډلې د امو په وړاندې بریا خپله کړه | خبریال

د شپږیزې لیګ په ۶مه لوبه کې بند امیر لوبډلې د امو په وړاندې بریا خپله کړه

کریکبال وېبپاڼه- د اووم پړاو شپږیزې کرکټ ليګ سيالیو په دوام د یاد لیګ په شپږمه لوبه کې بند امیر ښامارانو لوبډلې د امو نهنګانو لوبډلې ته په ( ۷) ویکټ توپیر ماتي ورکړه.

امو نهنګانو لوبډلې د لومړی توپ وهنې په کولو سره په ټاکلو شل اورونو کې د پنځو لوبغاړو په (۱۴۲) منډې جوړې کړې او سيالۍ لوبډلې ته یې د ګټلو په موخه د ۱۴۳ منډو هدف وټاکه.

د امو نهنګانو لوبډلې له لوري په توپ وهنه کې فرحان زاخېل (۲۲)،جاوید احمدي (۳۴)،عبدالوسیع (۵)،جمعه ګل (۱۷)،درویش رسولي (۵۲)،حیات الله (۲) اوعمران محمدي (۸) منډې جوړې کړې.

د بند امیر لخوا په توپ اچونه کې شرف الدین اشرف (۲)،وفادار مومند او وقار سلام خېل (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

بند امیر لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې (۱۸م) اور کې د درې لوبغاړو په سوځيدو ترلاسه او په ۷ ویکټو توپیر یې ستره بریا خپله کړه.

د بند امیر ښامارانو لوبډلې لخوا په توپ وهنه کې عثمان غني (۵۷)،حضرت الله ځاځي (۳۸)،اصغر افغان (۴)،اکرم علي خېل (۱۸) او ناصر جمال (۲۰) ناسوځيدلي منډې جوړې کړې.

د امو نهنګانو لخوا په توپ اچونه کې عبد الوسیع درې ویکټې ترلاسه کړې.

ټاکل شوي چې ددغه لیګ اوومه سيالي به نن ماسپيښين د مس عینک او سپين غر لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

 

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ