ظهیر عباس:پاکستاني لوبغاړي باید له هندي لوبغاړو څه زده کړي | خبریال

ظهیر عباس:پاکستاني لوبغاړي باید له هندي لوبغاړو څه زده کړي

کریکبال وېبپاڼه- د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي ظهیر عباس وایي،پاکستاني لوبغاړي باید له سيالېو هندي لوبغاړو څه زده کړي.نوموړي روهیت شرما د هغوی لپاره یوه بیلګه یاده کړه.

هغه وویل: ((تاسو هندي لوبغاړو ته وګورئ چې په اوس وخت کې څرنګه لوبې کوي.کله یې چې لوبډله په ستونزو کې راګیره وي،ځينې لوبغاړي ورته منډې جوړوي او له ستونزو یې باسي.دا هغه څه دي چې زه یې له پاکستاني لوبغاړو هم غواړم.))

نوموړي وویل،هندي لوبغاړو له مونږ هم ډیر څه زده کړي دي.

((هندي لوبغاړو د وخت پر مهال له مونږ څخه ډير څه زده کړي دي،خو اوس وخت دا دی چې پاکستاني لوبغاړي له دوی څه زده کړي.ګواسکر به دا ويل،که چیرې څه غواړې چې زده یې کړې،له مخالف یې زده کوه.))

((که چیرې تاسو ویاست چې روهیت شرما یو ښه لوبغاړی دی.نو تاسو باید له هغه څه زده کړئ.هغه وګورئ،تخنیک یې وګورئ چې څنګه لوبه کوي.ما به خپل د وخت پر مهال حنیف محمد،روښان کانهي لوبې کتلې،ما له هغوی سره یو ځای ټرینینګ ندی کړئ.ما به د هغوی توپ وهنه کتله او بیا به مو زده کوله.))

ظهیر عباس وویل،هغه مهال دومره روزونکي هم نه وو،خو بیا مو هم زیات ریکارډونه مات کړي دي.

((زمونږ په وخت کې روزونکي نه وو.یوازې یو منیجر و، او مونږ سره به سفرونو کې مل و. د روزونکو په نه شتون کې به مونږ بیا هم زیات ریکارډونه جوړ کړل.))

د یادونې وړ ده چې لدې وړاندې پاکستان پخواني چټک توپ اچونکي شعیب اختر هم له پاکستاني لوبغاړو غوښتي وو،چې ویراټ کوهلي څخه لوبې زده کړي او د هغه لوبې یې هم ستایلي وې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ