مجیب سي پي ایل سيالۍ په زیاتو ویکټو اخیستلو سره پای ته ورسولې | خبریال

مجیب سي پي ایل سيالۍ په زیاتو ویکټو اخیستلو سره پای ته ورسولې

کریکبال وېبپاڼه- د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکي مجیب ځدراڼ کرابین پریمیر لیګ سيالۍ د زیاتو ویکټې اخیستونکي بالر په توګه پای ته ورسولې.

مجیب ځدارڼ چې کرابین پریمیر لیګ سيالیو کې د جامیکا تالاوز لوبډلې لپاره لوبیده تیره شپه د ټرنباګو لوبډلې خلاف په لوبه کې ورته د وړاندې توپ وهنې نوبت هم ورکړل شو،خو بحت یې کار ونکړ او په صفر سره له میدان بهر شو.

که څه هم د دوی لوبډله په سيمي فاینل لوبه کې د پیاوړې ټرنباګو لوبډلې لخوا له مخکې تګ څخه بې برخه شوه،خو پخپله مجیب ځدراڼ پکې د یادې لوبډلې لپاره ډيرې ښې لوبې ترسره کړې.

مجیب ځدراڼ چې لدې وروسته به عربي اماراتو کې له کینکز الیون پنجاب لوبډلې سره یو ځای شي.یادې څانګې هم د مجیب ځدراڼ کارکردګۍ ستایلي دي.

یادې څانګې د مجیب ځدراڼ په اړه یوه راپور کې ویلي،چې مجیب په سي پي ایل سيالۍ د ۱۶ ویکټ اخیستلو سره په ښه شان سره پای ته ورسولې او د یاد لیګ څخه به نوموړی په جګو سترګو څخه راستون شي.

مجیب ځدراڼ د سي پي ایل د یوولسو لوبو څخه په اتو لوبو کې،حد اقل په اوسطه توګه هره سيالۍ کې په ویکټ اخیستلو بریالی شوی دی.

د یادې څانګې د راپور له مخې چې د دوی لوبغاړي مجیب ځدراڼ یو ځلې په کرابین پریمیر لیګ سياليو کې د لوبې غوره لوبغاړی پاتي شوی دی.همداشان یې درې ځلې پرلپسې میچونو کې درې ویکټې اخیستي دي او ددې ترڅنګ یې درې ځلې یوازې له ۲۴ پورته منډې ورکړي دي.

یاده څانګه پخپل راپور کې زیاتوي چې مجیب ځدراڼ اکثره توپ اچونه په (پاورپلې) اورونو کې ترسره کړي چې د توپ اچونکو لپاره پکې توپ اچونه او د منډو مخه رانیول ستونزمن وي،خو نوموړي سربیره پدې بیا هم په (پاورپلې) اورونو کې ښه توپ اچونه ترسره کړي ده.نوموړي هر اور کې تقریبا په اوسط ډول (۵،۳)منډو ورکولو سره اقتصادي توپ اچونه ترسره کړي ده،چې دا یوه بریالۍ توپ اچونه شمیرل کيږي.

کینکز الیون پنجاب لوبډلې پخپل راپور کې زیاته کړي،چې د مجیب ترڅنګ د دوی نورو لوبغاړو نیکولاس پورن او شلډن کټرل هم ښې لوبې ترسره کړي دي او دوی ورته خوشبینه دي.

کینکز الیون پنجاب لوبډلې په وینا،د سي پي ایل سيالیو پای ته رسولو وروسته به مجیب ځدراڼ مستقیما له دوی سره یو ځای شي،خو تراوسه یادې څانګې د نېټې په اړه واضحات ندی ورکړی.

ټاکل شوي چې مجیب ځدراڼ به اماراتو ته رسيدو وروسته شپږ ورځې قرنطین موده تیروي او پدې موده کې به نوموړي څخه د کرونا ټیسټونه هم ترسره شي او د هغوی کلیئر کیدو وروسته به د یادې څانګې سره د یو ځای کیدو اجازه ورکړل شي.

ټاکل شوي چې د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سيالۍ به د سپټمبر په نوولسمه نېټه پیل چې د نومبر تر لسمې نېټې به دوام وکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ