اسټرالیا شل اوریزه لوبه کې بریا،خو انګلستان سیریز وګاټه | خبریال

اسټرالیا شل اوریزه لوبه کې بریا،خو انګلستان سیریز وګاټه

کریکبال وېبپاڼه- د اسټرالیا او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو لوبو سیریز په وروستۍ لوبه کې اسټرالیا بریا خپله کړه،خو سیریز ترې انګلستان وګاټه.

په دریمه شل اوریزه لوبه کې چې د انګلستان لوبډلې کپتاني موین علي په غاړه درلوده. د لومړی توپ وهنې کولو سره په شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۵ منډې جوړې کړې او اسټرالیا ته یې د سیالۍ ګټلو په موخه د ۱۴۶ منډو هدف ورکړ.

د انګلستان لپاره توپ وهنه کې جوني بېرسټو ښه وځلید.نوموړي په ۴۴ توپونو (۵۵) منډې وکړې،درې شپږیزې او درې څلوریزې یې ووهلې.

نورو توپ وهونکو کې ډیویډ ملن (۲۱)،موین علي (۲۳) او ډېنلي (۲۹) زیاتې منډې جوړې کړې.

د اسټرالیا لپاره توپ اچونه کې سټارک،هېزلووډ،اګر او ریچارډسن (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه او زمپا بیا دوه ویکټې ترلاسه کړې.

ټاکل شوی هدف د اسټرالیا لخوا د وروستي اور په دریم توپ سره د پنځو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او بریا یې خپله کړه.

د اسټرالیا لخوا توپ وهنه کې پېنچ (۳۹)،سټونیس (۲۶) او مېچل مارش (۳۹) ناسوځیدلي منډې جوړې کړې او د سیریز غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

د انګلستان لخوا توپ اچونه کې عادل راشید (۳)،مارک ووډ او ټام کرن (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

د سیالۍ وروسته موین علي په خبرو کې وویل،د کیچونو د ډراپ کیدو له کبله دوی سیالي بایلوده.

پدې بریا سره اسټرالیا شل اوریزو لوبو درجه بندۍ کې لومړی مقام هم غښتلی کړ،که چیرې یادې لوبډلې وروستۍ شل اوریزه لوبه بایللي وای،د شل اوریزو لوبو لومړی مقام یې انګلستان ته بایللی شو.

یاده دې وي چې انګلستانۍ لوبډله د شل اوریزو لوبو همدا سیریز له اسټرالیا څخه (۲-۱) سره وګاټه او دواړو لوبډلو ترمنځ به لدې وروسته د درې پنځوس اوریزو لوبو لړۍ پیل شي،چې لومړی لوبه به د جمعې په ورځ ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ