نبي،نجیب او ظاهرخان لوبډلې په لومړي ځل سي پي ایل پایلوبې ته لار ومونده | خبریال

نبي،نجیب او ظاهرخان لوبډلې په لومړي ځل سي پي ایل پایلوبې ته لار ومونده

کریکبال وېبپاڼه- سنت لوسیا زوکس لوبډله چې درې پیاوړي افغان لوبغاړي له ځان سره لري،د ګیانا امازون لوبډلې په ماتولو سره وکولی شول چې په لومړي ځل د کرابین پریمیر لیګ سیالیو پایلوبې ته لار ومومي.

زوکس لوبډلې د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ وهنې ته ګیانا لوبډله را دعوت کړه.

ګیانا امازون لوبډله د سنت لوسیا زوکس لوبډلې د توپ اچونکو په وړاندې په بشپړه توګه ناکامه شوه او ویې نشول کولی چې د لوبې ټاکلي اورونه ولوبوي.

یاده لوبډله په (۱۳،۴) اورونو کې یوازې په (۵۵) منډو را ټوله شوه او دا د سي پي ایل سیالیو په تاریخ کې دوهم تر ټولو ټیټ سکور وشمیرل شو،چې یوه لوبډله یې جوړوي.

د ګیانا لپاره توپ وهنه کې یوازې چنډرپال همرج زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی وو.نوموړي په ۲۶ توپونو د یوې شپږیزې وهلو سره (۲۵) منډې جوړې کړي وې.

د زوکس لوبډلې لپاره شپږو واړو توپ اچونکو زبردسته توپ اچونه ترسره او هر یوه ویکټې ترلاسه کړې.

محمد نبي عیسی خېل په ۳ اورونو کې یو مېډن اور تیر کړ.شپږ منډې یې ورکړې او یوه ویکټ یې واخیسته.

ظاهرخان (۲،۴) اورونو کې ۱۲ منډې ورکړې او ۲ ویکټې یې ترلاسه کړې.

همداشان کګلیجن،روسټن چېز او مارک ډایل هم (۲-۲) ویکټې ترلاسه کړې او جوېلي ګلین یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوی هدف زوکس لوبډلې په اوپنینګ سره،په (۴،۳) اورونو کې ترلاسه او په لسو ویکټو یې تاریخي بریا خپله کړه.

رکیم کانوال په ۱۷ توپونو ۳۲ ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.دوه څلوریزې او ۳ شپږیزې یې ووهلې.

مارک ډایل په ۱۰ توپونو ۱۹ ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.درې څلوریزې او یوه شپږیزه یې ووهله.

پدې سره دوو پیاوړو لوبډلو زوکس او ټرنباګو پایلوبې ته لار ومونده.دواړو لوبډلو ترمنځ به فاینل لوبه سبا ماښام د افغانستان په وخت شپږ نیمې بجې ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ