کرابین لیګ: ټرنباګو لوبډلې د ۱۱مه پرلپسې بریا سره پایلوبې ته لار ومونده | خبریال

کرابین لیګ: ټرنباګو لوبډلې د ۱۱مه پرلپسې بریا سره پایلوبې ته لار ومونده

کریکبال وېبپاڼه- د ویسټ انډیز کرابین پریمیر لیګ سیالیو په لومړی سیمي فاینل یا نیمه پایلوبه کې،ټرنباګو نایټ رایډرز لوبډلې په اسانۍ سره جامیکا تالاوز لوبډلې ته په ۹ ویکټو په ماتي ورکولو سره پایلوبې ته لار ومونده.

جامیکا تالاوز لوبډلې د لومړی توپ وهنې په کولو سره د ۷ لوبغاړو په سوځیدو،شل اورونو کې ۱۰۷ منډې جوړې کړې.

دا ځلې جامیکا لوبډلې ځانګړی پلان جوړ کړی وو،په توپ وهنه کې یې په ون ډاون پوزیشن مجیب ځدراڼ توپ وهنې ته راښکته کړ،خو نوموړی د درې توپونو لوبولو وروسته په صفر سره اوټ شو.

جامیکا لوبډلې لپاره یوازې زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی بونر و،چې ۴۱ منډې یې جوړې کړې.

د ټرنباګو لخوا توپ اچونه کې بیا اکیل حسین (۳)، پېري (۲)،سونیل ناراین او فواد احمد (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوی هدف ټرنباګو نایټ رایډرز لوبډلې لخوا په ۱۵ اورونو کې د یوه لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او په ۹ ویکټو یې بریا خپله کړه.

یاده دې وي چې دا د ټرنباګو لوبډلې پرلپسې یوولسمه بریا وه او تراوسه یې په یاد ټورنمینټ کې ماتي نده خوړلې. د پولارډ په وینا که همداسې اتلوالي هم وګټي او دا به د دوی لپاره ستر تاریخ وي.

د ټرنباګو لپاره په توپ وهنه کې لېنډل سیمونز (۵۴) او ویبسټر (۴۴) منډې جوړې کړې.

د جامیکا لوبډلې لخوا مجیب ځدراڼ ۳ اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې او یوه ویکټ یې واخیسته.

څو ساعته وروسته به د یاد لیګ دوهم سیمي فاینل د نوین الحق او د نبي،نجیب او ظاهرخان لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

هیره دې نه وي چې ددې سیالیو پایلوبه د سپټمبر په لسمه نېټه د افغانستان په وخت ماښام شپږ نیمې بجې ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ