شپږیزه لیګ: بند امیر په ۹ ویکټو بوست ساتونکو ته ماتي ورکړه | خبریال

شپږیزه لیګ: بند امیر په ۹ ویکټو بوست ساتونکو ته ماتي ورکړه

کریکبال وېبپاڼه- د شپږیزې لیګ سيالیو په دوام په پنځمه سيالۍ کې بند امیر ښامارانو لوبډلې په اسانۍ سره بوست ساتونکو لوبډلې ته په نهو ویکټو ستره ماتي ورکړه.

بوست ساتونکو لوبډلې د لومړی توپ وهنې په کولو سره په ټاکلو شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځيدو سره ۱۳۳ منډې جوړې کړې او سيالۍ لوبډلې ته یې د ۱۳۴ منډو اسان هدف کيښود.

د بوست ساتونکو لخوا په توپ وهنه کې عمران جنت په ۲۸ توپونو د ۲ څلوریزو او یوې شپږیزې په مټ (۳۳) منډې جوړې کړې.

همداشان په نورو توپ وهونکو کې منیر احمد (۳۱)، شفیق الله غفاري (۱۴)، ګلبدین نایب (۱۲) او حمزه هوتک (۱۴) ناسوځيدلي منډې جوړې کړې.

د بند امیر لخوا په توپ اچونه کې شرف الدین اشرف زبردسته توپ اچونه ترسره کړه او په څلورو اورونو کې یې د ۱۳ منډو په ورکولو سره د سيالۍ لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول.

په نورو اتوپ اچونکو کې وقار سلام خېل هم ښه توپ اچونه ترسره کړه،نوموړي د ۱۷ منډو په ورکولو سره (۳) لوبغاړي وسوځول.همداشان میروس اشرف هم یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوی هدف د بند امیر لوبډلې لخوا په اسانۍ سره په ۱۵ اورونو کې د یوه لوبغاړي په سوځيدو ترلاسه او په ۹ ویکټو یې ستره بریا خپله کړه.

د بند امیر ښامارانو لوبډلې لخوا په توپ وهنه کې عثمان غني یو ځل بیا ښه توپ وهنه ترسره کړه.نوموړي په ۵۱ توپونو د ۱۰ څلوریزو او یوې شپږې په مرسته (۶۲) منډې جوړې کړې.همداشان اصغر افغان هم ښه لوبه وکړه او نوموړي په ۲۷ توپونو د ۶ څلوریزو او ۳ شپږیزو په مټ (۵۵) منډې جوړې کړې.

د بوست لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې یوازې کریم جنت یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوي چې ددې سيالیو په دوام به سبا لومړی لوبه د بوست ساتونکو او سپين غر ترمنځ ترسره شي.دوهمه سيالي به بیا د کابل بازانو او آمو نهنګانو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ