نسیم الله دانش:کرکټ بورډ باید په نړیوال معیار برابره اداره شي | خبریال

نسیم الله دانش:کرکټ بورډ باید په نړیوال معیار برابره اداره شي

کریکبال وېبپاڼه- وروسته له هغې چې د روڼتیا څار بنسټ لخوا په اوسنۍ افغان کرکټ بورډ ادارې نیوکه وشوه چې د اداري فساد د مخینوي په برخه کې یې هېڅ ډول اړین اقدامات ندي کړي.د افغانستان کرکټ بورډ پخوانی چرمېن نسیم الله دانش وايي،که کرکټ بورډ ورسره همکاري کړي وای،ددغه بورډ د ځينو ستونزو ځواب هغه هم ورته ویلی شو.

د روڼتیا د څار بنسټ د راپور له مخې چې افغان کرکټ بورډ د حکومتوالی،حساب ورکونې،اداري فساد مخنیوي په برخه کې هيڅ ندي کړي.

د یاد راپور په اساس،سره د نړیوالو مرستو افغانستان کرکټ بورډ پدې ندی توانیدلی چې د ښځو کرکټ لوبو لپاره لازمې فزیکي زیربناوې او آسانتیاوې رامنځ ته کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ پخوانی چرمېن نسیم الله دانش وايي،د روڼتيا څار بنسټ راپور هغه هم لوستلی دی،خو د ځينو برخو سره یې موافق ندی.

د دانش په وینا په کرکټ بورډ کې د شته ستونزو د حل لپاره یې کال وړاندې یوه تحقیقي برنامه هم لیکلي،که موقع پیدا شوه له افغان ولسمشر او یا هم د هغه له نږدې کس سره شریکه کړي.

دانش زیاتوي،ستونزو پیدا کول اسان دي،خو مهمه دا ده چې د حل یوه مسلکي لار ورته ولټول شي.

هغه وویل: ((د کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ په اړه مې د روڼتیا څار تحقیقي راپور ولوست. یو کال مخکې مې له همدې څخه ځینو مهمو ستونزو ته د حل لارې لیکلي دي. البته د راپور له ځینو برخو سره موافق نه یم او ځواب یې هم ‌‌‌‌‌‌ډیر په اسانه ویلی شم او پدې هم باور لرم چې که کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ ورسره همکاري کړې وای د ځینو ستونزو ځواب یې ویلی شو.))

 

((که موقع پیدا شوه زما نوموړي تحقیقي برنامه او تقریبأ ټولو ستونزو ته د حل لارې به له جلالتمأب ولسمشر او یا د هغه له نږدې کس سره شریکې کړم تر څو کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ په نړیوال معیار برابره یوه اداره شي.))

((د ستونزو پیدا کول اسانه دي خو مهمه داده چې مسلکي د حل لارې ورته پیدا شي.))

نسیم الله دانش چې د خپلې دورې پر مهال د بورډ یو بریالی او مسلکي مشر شمیرل کيده.د کرکټ زیاتره شنونکي پدې باور دي،که چیرې نوموړی یو ځل بیا د بورډ چرمېن وټاکل شي،د افغانستان کرکټ بورډ له اوسني بحران څخه ایستلی شي.

 

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ