کریس لاین د ممبۍ انډيانز لوبډ‌لې سره یو ځای شو | خبریال

کریس لاین د ممبۍ انډيانز لوبډ‌لې سره یو ځای شو

 

کریکبال وېبپاڼه- د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې پیلیز یا اوپنر لوبغاړی کریس لاین د سې شنبې په ورځ په ابوظبی کې له ممبۍ انډيانز لوبډلې سره یو ځای شو.

اسټرالیاوی جېمز پټېنسن او نیوزیلینډي ټرنټ بولټ تیره اونۍ له ممبۍ انډيانز لوبډلې سره یو ځای شوی وو.پټېنسن د سریلانکایي چټک توپ اچونکي لاسیت ملینګا په ځای په ممبۍ انډيانز لوبډله کې شامل شوی دی.

ملینګا د شخصي ستونزو له کبله د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سيالیو څخه بهر شو او په ځای یې پټېنسن ته په لوبډله کې د لوبیدو چانس برابر شو.

ممبۍ انډيانز لوبډلې په یوې رسمي اعلامیه کې ویلي: (( کریس لاین نن سهار را ورسیده.پټېنسن او ټرنټ بولټ تیره اونۍ را رسیدلي دي.))

کریس لاین به اوس شپږ ورځې په هوټل کې د قرنطین موده تیروي او د کرونا ټيسټونو کلیئر کیدو وروسته به د لوبډلې سره یو ځای شي.

ټول لوبغاړي او د ټيم پرسونل چې کله په اماراتو کې ښکته کيږي.اړ دي چې شپږ ورځې اجباري قرنطین موده تیره کړي او د کرونا ټيسټونه به هم ترې کیږي.

کریس لاین له هغې وروسته له ویسټ انډيز څخه اماراتو ته راستون شو،چې کرابین لیګ کې یې خپلې سيالۍ پای ته ورسیدې.

نوموړی په کرابین لیګ سيالیو کې د سنت کېټس او نویس پېټریټس لوبډلې لپاره لوبیده.د دوی لوبډلې ونشول کولی چې سيمي فاینل ته لار ومومي.

پخپله کریس لاین هم داسې د پام وړ کارکردګۍ پکې ترسره نکړې.

کریس لاین په ترسره کړل شوو ۹ سيالیو کې یوازې ۱۳۸ منډې جوړې کړي وې.

ټاکل شوي چې دیارلسم پړاو ای پي ایل سيالۍ به د اماراتو په درې ښارونو،شارجې،ابوظبی او دوبۍ ښارونو کې له سپټمبر نوولسمې نېټې څخه پیل چې د نومبر تر لسمې نېټې پورې به دوام وکړي.

 

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ