شپږیزه لیګ: کابل بازانو د نورعلي ځدراڼ د بهترینې لوبې پر مټ بریا خپله کړه | خبریال

شپږیزه لیګ: کابل بازانو د نورعلي ځدراڼ د بهترینې لوبې پر مټ بریا خپله کړه

کریکبال وېبپاڼه- د شپږیزې کرکټ لیګ سيالیو پر دوام په څلورمه لوبه کې کابل بازانو لوبډلې مس عینک لوبډلې ته په څلورو ویکټو توپیر ماتي ورکړه.

مس عینک لوبډلې د لومړی توپ وهنې په کولو سره په ټاکلو شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځيدو ۱۶۳ منډې جوړې کړې او کابل بازانو لوبډلې ته یې د سيالۍ ګټلو په موخه د ۱۶۴ منډو هدف وټاکه.

د مس عینک لوبډلې لخوا په توپ وهنه کې شهزاد محمدي (۲۲)،نجیب تراکي (۳۲)،شاهدالله کمال (۵۸)ناسوځيدلي منډې ترلاسه کړې.

د کابل بازانو لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې ضیاء الرحمن اکبر (۳)،ننګیالي (۲) او نجات مسعود (۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوی هدف د کابل بازانو لوبډلې لخوا په نوولس اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځيدو ترلاسه او په ۴ ویکټو یې بریا خپله کړه.

د کابل بازانو لوبډلې لخوا په توپ وهنه کې (۲۱)،صدیق اتل (۳۶) او نورعلي ځدراڼ په ۴۲ توپونو د ۴ شپږیزو او او ۳ څلوریزو په مټ (۶۱) منډې جوړې کړې او خپله ویکټ یې په منډه کې له لاسه ورکړه.

د مس عینک لخوا په توپ اچونه کې عبدالله مزاري (۲)،دولت ځدراڼ،شاپور ځدراڼ او ابراهیم (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوي چې دوهمه سيالي به نن ورځ د بند امیر او بوست ساتونکو لوبډلو ترمنځ ماسپيښين مهال ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ