مصباح الحق: حفيظ او شعیب ملک راتلونکي نړیوال جام کې د پاکستان استازیتوب کولی شي | خبریال

مصباح الحق: حفيظ او شعیب ملک راتلونکي نړیوال جام کې د پاکستان استازیتوب کولی شي

کریکبال وېبپاڼه- د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې مشر سلیکټر او مشر روزونکی مصباح الحق وایي،د پاکستان کرکټ ملي لوبډلو اوسنيو لوبغاړو شعیب ملک او محمد حفیظ په فوم ته په کتلو سره ددې وړتیا لري چې راتلوونکي نړیوال شل اوریز جام کې هم د پاکستان استازیتوب وکړي.

((که چيرې تاسو د هغوی تیر ریکارډ او سټرایک رېټ ته وګورئ.دواړو لوبغاړو حفیظ او شعیب ملک هغه شان مسولیت چې ورسپارل شوی دی،په ښه شان سره یې ادا کړی دی.زما په نظر دواړه لوبغاړي په راتلونکي نړیوال کې هم د لوبډلې برخه جوړیدلی شي.خو د عمر له کبله اوس وختي ده چې د هغوی په اړه نور څه وویل شي.بله دا چې نړیوال جام ته لا هم وخت پاتي دی او بیا به د پنځلس کسیزې لوبډلې په جوړیدو فکر وکړو.))

نوموړي د بابر اعظم په اړه وویل،چې هغه یو بریالی کپتان دی او خپلې پریکړې اکثره پخپله هم کولی شي.

((بابر اعظم یو ښه پیاوړی کپتان دی او خپلې پریکړې پخپله کولی شي.مونږ د هغه په پریکړو کې مداخله نشو کولی،البته چې هغه ته په ځينو برخو کې مشورې ورکولی شو.هر څوک غلطي کوي،خو باید له هغې څه زده کړه وکړي.مونږ باید د هغه سره پدې برخه کې مرسته وکړو او د هغه ملاتړ وکړو،ترڅو له هغه یو بریالی کپتان جوړ شي.))

په مصباح الحق انتقاد کیږي چې نوموړی د داخلي کرکټ موضوعاتو په اړه له سیمه ایزو روزونکو سره مشوره نه کوي.نوموړي ومنله چې پدې موضوعاتو کې یې ځکه مشوره ورسره نده کړې،چې هغه مهال نوموړی د انګلستان په دوره کې د لوبډلې سره مصروف وه.

((ما لدې کبله په داخلي کرکټ موضوعاتو کې مداخله نده کړې،چې زه د لوبډلې سره په انګلستان دوره کې مصروف ووم.خو زه به اوس د داخلي کرکټ د مهارتو لوړونکي ډایریکټر ندیم خان سره کینم او د هغه سره به د داخلي کرکټ په اړینو موضوعاتو بحث وکړم.))

مصباح الحق په رینکینګ کې د پاکستانۍ لوبډلې د شا کیدو لامل په اړه وویل،چې د هغه دندې اخیستو وړاندې پاکستان د سويلی افریقا،انګلستان او نورو ځایونو کې لوبې بایللي وې.همدا لامل وو چې د لومړي مقام څخه څلورم مقام ته لاړه.

نوموړي همداشان بل لامل دا یاد کړ،چې د دوی پخواني فوم کې لرونکي لوبغاړي لکه فخر زمان،شاداب خان چې ښه به ځلیدل. هغه شان چې لازمه وه،ونه ځلیدل.له همدې کبله پاکستان په رینک کې شا تګ وکړ.

نوموړي ډاډ څرګند کړ،چې هڅه یې دا ده چې لوبغاړي بیرته خپل فوم ته راولي.

مصباح الحق همداشان د ځوانو چټکو توپ اچونکو څخه دفاع وکړه او ویي ویل، د انګلستان په وړاندې ټيسټ لوبې د هغوی لپاره د زده کړې پروسه وه.

((زمونږ ځوان لوبغاړي بې تجربې وو.مونږ به هغوی ته راتلونکي کې نور فرصتونه برابر کړو.ورته حالت په شل اوریزو لوبو کې هم ولیدل شول.څومره چې زیاتې لوبې ترسره کړي،هغومره به تجربې هم ورسره خاصلې کړي.))

د یادونې وړ ده چې پاکستانۍ لوبډلې د انګلستان په دوره کې د ټیسټ لوبو سیریز بایلوده.خو شل اوریزو لوبو سیریز یې مساوي پای ته ورسوه.

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ