افغان کرکټ بورډ کورنی روزونکی د درغلیو له کبله ۵ کلن بندیز سره مخ کړ | خبریال

افغان کرکټ بورډ کورنی روزونکی د درغلیو له کبله ۵ کلن بندیز سره مخ کړ

کریکبال وېبپاڼه- افغان کرکټ بورډ تیره ورځ د کورني کرکټ ټیټ رتبه روزونکی نورمحمد لالی د فساد پر وړاندې د مبارزې قانون د ځینو مادو څخه د سرغړونې له کبله د کرکټ هر پارمټ څخه د پنځه کلن بندیز سره مخ کړ.

د کرکټ بورډ په وینا،نوموړي پخپل تیروتنې اعتراف کړی او له همدې کبله نوموړي ته سزا ورکړل شوه.

د کرکټ په وینا، نور محمد لالی په ۲۰۱۹ کال کې د کاپیسا ولایت له لوبډلې سره د کورني کرکټ د دوه ورځنیو لوبو پر مهال د مرستیال روزونکي دنده ترسره کوله او په ورته وخت کې یېد همپالنې په نوم د کرکټ له یوې شخصي اکاډمۍ سره هم د مشر روزونکي دنده ترسره کوله، چې په همدې اساس د افغانستان کرکټ بورډ د فساد پر وړاندې د مبارزې قانون د اصولو تر خلاف راځي.

په نور محمد لالي تور دی چې لدې وړاندې تیر کال د شپږیزې کرکټ لیګ پر مهال یې هم په څو سیالیو کې فیکس یا لوبې په خوښه جوړه کړي وې.

نوموړي د افغانستان کرکټ بورډ د فساد پر وړاندې د مبارزې قانون د لاندو څلورو مادو څخه سرغړونه کړي وه:

۲-۱-۱: د لوبې د پایلې په اړه جوړجاړی یا په بله بڼه په مستقیم یا غیرمستقیم ډول د یوه مفسد لوري غړی جوړېدل چې له امله یې په ګډې پرېکړې سره د لوبې پایله بدلون مومي یا په عمدي توګه سمه لوبه نه ترسره کول.

۲-۱-۴: په عمومي ډول د داسې یوه ګام پورته کول چې په هڅولو سره یې بل لوری هم ورته کار او ګام پورته کولو ته اړ ایستل کېږي، ترڅو له قانون سرغړونه وشي.

۲-۳-۳: د لوبې بل ګډونوال هڅول، تېر باسل او یا ورته وړاندیز کول، ترڅو په مستقیمه توګه د فساد پر وړاندې د مبارزې له قانون سرغړونه وکړي.

۲-۴-۴: د افغانستان کرکټ بورډ د فساد پر وړاندې د مبارزې له څانګې سره پر خپل وخت د هغو مېلمستیاو، بلنو او غیراصولي کړنو د جریان نه شریکول او پکې پاتې راتلل.

د کرکټ په وینا نورمحمد لالي هم خپله سزا په ځان منلي ده.

د افغانستان کرکټ بورډ د فساد پر وړاندې د مبارزې څانګې مشر سید انورشاه قریشي وویل: ((دا د خفګان او ناهیلې ځای دی چې د کورني کرکټ یو ټیټ رتبه روزونکی په ستره کچه او مهمو لوبو کې فساد ترسره کوي او همداشان د شپږیزې په لوبو کې په ورته جرم مرتکب کېږي. نوموړي هڅه کړې ترڅو یو ملي لوبغاړی هم د فساد په قضیه کې ښکيل کړي،خوشبختانه چې د یاد لوبغاړي له لوري دوی ته په وخت ریپورټ پرې وشو.))

((غواړم له یاد ملي لوبغاړي چې پر وخت یې له موږ سره معلومات شریک کړل،زیاته مننه وکړم چې له موږ سره یې په وخت پټ معلومات شریک کړل. نوموړي له هغې شیبې چې ورته وړاندیز شوی و، وړاندیز رد او هغه یې له موږ سره شریک کړ او تر دې چې له موږ سره یې د څېړنې پر مهال هم بشپړه همکاري کړې ده.))

کرکټ بورډ زیاتوي،که چېرې نورمحمد لالي په دغه څېړنه کې له موږ سره د خپلو تېروتنو د سپیناوي په برخه کې مرستع نه وی کړې،شاید لدې هم له زیات بندیز سره مخ وی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ