شپږیزه لیګ: بوست ساتونکو لوبډلې کابل بازانو ته په ۵۷ منډو ماتي ورکړه | خبریال

شپږیزه لیګ: بوست ساتونکو لوبډلې کابل بازانو ته په ۵۷ منډو ماتي ورکړه

کریکبال وېبپاڼه- د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو په دریمه لوبه کې بوست لوبډلې وکولی شول،چې کابل بازانو لوبډلې ته د (۵۷ ) منډو په توپیر ستره ماتي ورکړي.

بوست ساتونکو لوبډلې د لومړی توپ وهنې په کولو سره د ۳ لوبغاړو په سوځیدو ۱۷۲ منډې جوړې کړې.

کریم جنت (۱۶)،عمران جنت (۴۳)،احسان جنت (۲۹) او منیر احمد (۴۱) زیاتې منډې جوړې کړې.

د کابل بازانو لخوا په توپ اچونه کې ننګیالي،ضیاء الرحمن او فرمان الله صافي یوه،یوه ویکټ ترلاسه کړه.

کابل بازانو لوبډلې پیل ښه نه وو،کپتان رحمن الله ګربز یې په لومړي توپ سره په صفر له لاسه ورکړ.

د هغه له سوځیدو وروسته نورو توپ وهونکو هم ښه لوبه ترسره نه کړه او په وار،وار یې خپلې ویکټې له لاسه ورکړې.

یوازې صدیق اتل (۳۲) او عظمت الله عمرزي (۲۸) زیاتې منډې جوړې کړې.

د بوست لوبډلې لخوا توپ اچونه کې سید شیرزاد په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه. نوموړي په (۳،۱) اورونو کې ۷ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول.

همداشان ګلبدین نایب د ۲۳ منډو په ورکولو سره (۳)،کریم جنت (۲) او حمزه هوتک یو لوبغاړی وسوځاوه.

ټاکل شوي چې سبا به پدې لیګ کې بیا هم دوه لوبې ترسره شي،چې لومړی سیالي به سهار مهال د مس عینک او کابل بازانو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

دوهمه سیالي به د بوست ساتونکو او بند امیر لوبډلو ترمنځ ماسپيښین مهال ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ