جوس باټلر د دریمې شل اوریزې لوبې بهر شو | خبریال

جوس باټلر د دریمې شل اوریزې لوبې بهر شو

کریکبال وېبپاڼه- انګلستان کرکټ بورډ د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ،چې د لوبډلې پیاوړی توپ وهونکی جوس باټلر د خپلې کورنۍ سره د یو ځای کیدو په موخه د لوبډلې نورو غړو څخه جلا شوی دی.

انګلستان کرکټ بورډ تراوسه د هغه د تللو علت ندی ښودلی،خو تمه یې ښودلي ده چې نوموړی به د اسټرالیا خلاف د لومړی یو ورځنۍ لوبې کې شتون ولري.

د انګلستان کرکټ بورډ په وینا مخکې لدې چې نوموړی د لوبډلې سره یو ځای شي،له هغه څخه به د کرونا ټیسټونه ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې جوس باټلر د اسټرالیا خلاف د انګلستان په بریاوو کې ډیر مهم رول ادا کړ.نوموړي په لومړی لوبه کې (۴۴) او په دوهمه لوبه کې (۷۷) منډې جوړې کړې.

لدې وړاندې د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې چپ لاسي چټک توپ اچونکي مېچل سټارک هم په خپلو خبرو کې ویلي وو،چې د باټلر د سوځولو لپاره باید اسټرالیا کرکټ ملي لوبډله ځانګړی پلان جوړ کړي.

انګلستان چې لدې وړاندې یې دواړه شل اوریزې لوبې ګټلي.ټاکل شوي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به د سيریز وروستۍ لوبه د سپټمبر په اتمه نېټه ترسره شي.

له هغې وروسته به د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو سیریز ترسره شي.

انګلستان لدې وړاندې ویسټ انډيز،ایرلینډ او پاکستان ته هم په سیریزونو کې ماتي ورکړي وه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ